د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان رسمی اژانس د جنوری په اوومه نېټه خبر ور کړ چې د دغه هېواد ولسمشر پرويز مشرف د امريکا له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کوششونه کړي دي.
پرويز مشرف د جنوری د شپږمې نېټې په شپه د امريکا د سي بی اس د ټلويزيونی شبکی له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل پاکستان د ترهګرو پر ضد مبارزې لپاره د خپل هېواد او افغانستان تر منځ په سرحدی سيمه کې سل زره کسيز پوځ ځای پر ځای کړی او تر اوسه پوری يې د القاعدې سازمان څه نا څه اووه سوه مشران نيولي او وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د پاکستان د سرپرستی کابينې صدراعظم محمدميان سومرو د جنوری په اوومه نېټه وويل پاکستاني پوځ د خپل هېواد ساتنی توان لري او دوی به هېڅ بهرني پوځ ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان په خاوره کې پوځي عمليات تر سره کړی.