<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-08 20:23:01    
د چين په باو تو ښار کې يوه امريکايی ښوونکې

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د چين د داخلی مغولستان د ماشين توليدولو د لومړنی ډله ايز محدود شرکت په لومړی ليسه کې يوه امريکايی ښوونکې شته چې چينی نوم يی چين سي يو دی او دری کاله مخکې د ښوونيزې مرستې لپاره چين ته راغلې ده. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې ځوانې ښوونکې په اړه لنډ معلومات وړاندی کړو.

په ٢٠٠٥ کال کې چين سي يو له پوهنتون څخه تر فراعت وروسته د سرچينو د يو نړيوالی شرکت لخوا ومنل شوه. د دغه شرکت عمومی دنده د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته داوطلبو ښوونکو ليږل دي . نو چين سي يو د دغه شرکت له خوا اوسنی ښوونځي ته وليږل شوه چې دا چين ته ددې لومړی سفر نه و. په ٢٠٠٤ کال کې چين سي يو د ښوونکې په توګه په چين کې د انګليسی ژبې د روزنې په يو فعاليت کې ګډون وکړ. په دغو دوو مياشتو کې چين سی يو د چين په هکله يو شمير معلومات تر لاسه کړل او له چينی ماشومانو سره يی مينه درلوده. دې وويل: 

زه له دغو ماشومانو سره ډيره مينه لرم، نو پرېکړه مې وکړه چې د خپلې زده کړې د بشپړولو لپاره بيرته امريکا ته رستنه شم څو چې له پوهنتون څخه تر فراعت وروسته د انګليسی ژبی د ښوونې لپاره بيا چين ته را شم .

چين ته له بيرته راتګ وروسته چين سي يو د چينی ژبی په زده کړې پيل کړی. اوس دا په چينی ژبې له زده کوونکو سره د نظريو تبادله کولی شي چې له امله يې ګام په ګام له زده کوونکو سره ښه دوستی ټينګه شوې ده . دې وويل:

چيني زده کوونکی له بېلا بېلو فشارونو سره مخامخ دي. دوی به خامخا په پوهنتون کی د زده کړې فرصت د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي . خو کله چې دوی په پوهنتون کی شامل شی ، هرومرو به د کاری فرصت د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي . نو ددوی په غاړه ډېر درانه فشارونه دي.

چين سي يو د يادو شويو فشارونو د له منځه وړلو لپاره له زده کوونکو سره مرسته کوي چې د لوبې کولو په وسيله زده کوونکو ته انګلسی ژبه ورزده کوي. په فارغ وخت کې په خپل کور کې زده کوونکي ميلمه کوي او ور سره د امريکايې کلتور په اړه خبرې اترې کوي. يوه زده کوونکې چې جانګ جينګ نومېږي پدې هکله وويل: 

زما په اند اغلی چن يوه ډېره ښه ښوونکې ده. ځکه چې موږ ته د امريکا د کلتور او انګلسی ژبې د استعمالولو طرزونو په ګډون ډېر معلومات رازده کوي . دغه راز ښوونکی چن د لوبې کولو تر څنګ درس هم راکوي ، دا يوه ډېره ښه ښوونيزه لار ده .

د چين سي يو ملګرو هم د دې د ښوونيزو لارو چارو لوړه ستاينه وکړه. د چين سي يو يو ملګری چې ليو شي دونګ وويل:

د چين سي يو او زده کوونکو ترمنځ ښې اړيکې شته. غوره ښوونيزې لارې چارې له انګليسي ژبې سره د زده کوونکو د مينې راجلبولو لامل دی . زموږ ښوونځي ته د چين سي يو تر راتګ وروسته د انګليسی ژبې له لارې د زده کوونکو د ورځنی محاورې او اوريدنې توان په پراخه پيمانه لوړ شوی دی.

په چين کې له کارونو نه پرته، د چين سي يو ژوند له ښاديو څخه ډک دی. ځکه چې دا ډېر چينی دوستان لري او په يوه ميلمستيا کې يې خپل مين هم وپيژانده. دې وويل:

ډېر خوشحاله يم چې زه باو تو ته راغلی يم . اوس زما دوستان ډير دي او په راتلونکې کال کې به د باو تو له يو چيني ځوان سره واده وکړم.

د چين سي يو پلار او مور د خپلې لور له ټاکنې څخه ملاتړ کوي. نو دوی پلان لري چې په راتلونکې کال کې به په امريکا کې ددوی لپاره د واده مراسم تر سره کړي. چين سي يو وويل:

موږ به د ٢٠٠٨ کال په اګست کې واده وکړو. موږ به په کليسا کې دغه درانه مراسم تر سره کړو. په امريکا کې هره کليسا خپله ځانګړتيا لري. خو له واده وروسته به موږ بېرته چين ته راستانه شو او په چين کې به څو کاله ژوند وکړو.