<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-08 21:20:41    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه دری خبرونه

cri

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې مشر ليو چي د جنوری په دريمه نېټه څرګنده کړه چې ٢٠٠٨ کال د چين او نړۍ د اولمپيک کال ګڼل کېږي. چين به د يوې دورې ځانګړی خصوصيت لرونکی او د لوړې سويې لرونکی اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي ليو چي دغه څرګندونې په همدې ورځ په بېجينګ کې د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې په پنځمه غونډه کې وکړې.

هغه وويل: په تېرو شپږو کلونو کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری کارونه په عادی ډول تر سره شوي او د ٢٠٠٧ کال کلنۍ موخه يې په ټاکلی وخت پلې کړې ده. د اولمپيک لوبو د سيټېديومونو او جمنازيومونو او تاسيساتو د جوړولو دنده په بنسټيزه توګه تر سره شوې. اوس د دغو لوبو د پرانيستونکو او پای ته راسيدلو مراسم د جوړولو کارونه د ښی تياری په حال کې دی. دغه راز د اولمپيک د لوبو مشال د ليږدولو لپاره د تياری کارونه هم په بنسټيزه توګه پلی شوي دی. د داوطلبانو د راغونډولو او روزلو کارونه په عادی توګه تر سره کېږي. بر سېره پردې د معيوبينو د اولمپيک لوبو تياری کارونه هم په بريالی توګه تر سره شول.

ښاغلي ليو چي زياته کړه چې په ٢٠٠٨ کال کې به د تياری کارونه په بريالی توګه پلی شي چې د اولمپيک ښارونو د ابادی، اداری، خدمت، تامين او د بيړنيو پېښو د حل و فصل سيستمونه به بشپړ شي. دغه راز اړوندی خواوی به د اولمپيک لوبو د خپرولو او د امنيت ساتلو لپاره هڅې وکړي.

د پرتګال يوه مشهوره لوبغاړې به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.

د ٢٠٠٧ کال د پرتګال کلنۍ مشهوره شخصيت او نامتو لوبغاړی وانيسا فيرنانديس چې د اتلوالۍ د درېيو لوبو عمومی اتله ده، څو ورځې دمخه خبري رسنيو ته څرګنده کړه چې هغه د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره تياری ونيسي چې ښه پايله تر لاسه کړي. دې وويل په تېرو درېيو کلونو کې يې د يادو شويو لوبو په هغو دريو سياليو کې چې په بېجينګ کې تر سره شوې په پرله پسی توګه د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړی دی.

د برزيل خبري رسنيو د اټکل له مخې، ښايی چې برازيل به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مډالونو په ليست کې دوولسم ځای ونيسي.

د برازيل د يوې ورځپاڼې د اټکل له مخې: ښايی چې برازيل به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مډالونو په ليست کې دوولسم ځای ونيسي چې دغه پايله به د دغه هېواد په تاريخ کې ډېر ښه وی.

په تيرو دوو کلونو کې په بېلا بېلو نړيوالو سياليو کې د برازيل لوبډلې د تر لاسه شويو پايلو سره سم د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې دغه لوبډله پنځلس مډالونه تر لاسه کولای شي چې په کې د سرو زرو اوه، د سپينو زرو دوه او د برونزو پنځو مډالونه شامل شي چې دغه شمير به د مډالونو په ليست کې دوولسم ځای ونيسي.

په تېرو دوو کلونو کې د برازيل لوبغاړي د ځغاستی او ميدانی، د فوټبال، جمناسيتيک، جودو، تکواندو، د بادبانی کشتۍ چلولو او والبال په ګډون په يو شمير سياليو کې ښې پايلې تر لاسه ته کړې دی.