<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-09 17:14:06    
د چين په يانګ شو کې فرانسوی غبرګ وروڼه

cri

فرانسوی غبرګ وروڼه چې ون شوانګ فو او ون شوانګ لو نوميږی ،د چين په جنوب له يانګ شو کوچنۍ ولسوالۍ سره ډېره مينه لری ٠ دوی له لسو کلونو راهيسی نه يوازی په يانګ شو کې دوه رستورانتونه پرانيستی دی چې يو يی فرانسوی خوراک او بل يی چينی خوراک برابروی، بلکی د چينی د خطاطۍ او حکاکی هنر هم زده کوی٠ د ژوند په چين کې پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د دغو غبرګو وروڼو په اړه معلومات وړاندی کړو٠

په يانګ شو کې د ٥٠٠ مترو په اوږدوالی يو سړک شته چې شي جه نوميږی، او له ډبرينو تختو څخه جوړ شوی دی٠ يوه ډله بهرنيان په دغه سړک کې ژوند کوی٠ د فرانسوی غبرګو وروڼو ون شوانګ فو او ون شوانګ لو رستورانتونه هم د دغه سړک په اوږدو کې پروت دي٠ هونګ فو رستورانت ددوی له خوا يو پرانيستل شوی چينی دوديز رستورانت دی چې د دغه رستورانت ودانی څه د پاسه ٣٠٠ کلن تاريخ لری او د دروازې په دواړو اړخونو په جلا جلا توګه سور رنګه څراغونه ځوړند دي٠

ددی رستورانت ټول شيان چينی بڼی لری ، خو يوازنی توپير دا دی چې خاوند يی يو فرانسوی دی او په روانه چينی ژبه خبری کولی شی٠ مشر ورور چې ون شوانګ فو نوميږی د دغه رستورانت د خلاصولو د لومړنی لامل په هکله وويل زما لومړنی فکر دا و چې دغه ځای وساتم٠ ولی دغه ځای مشهور شوی دی، لامل يی دا دی چې په دغه ځای کې له ژور چينی کلتور څخه خوند اخيستی شی٠ بله پوښتنه دا ده ولی موږ دواړه ډېر شهرت لرو، علت يی دا دی چې موږ له چينی کلتور سره مينه لرو٠ چين ته د بهرنيانو د راتګ مقصد د چينی کلتور پيژندل هم دی٠

د هونګ فو رستورانت چې هونګ فو په چينی ژبه د نيکمرغۍ معنا لری ،د کشر ورور ون شوانګ لو له خوا ديزاين او تزيين شوی دی، د بيلګی په توګه د رستورانت په کړکيو باندی د ښامار او طاوس تصويرونه حکاکی شوی دی٠ ددوی نومونه هم د ډېری نيکمرغی مفهوم لری٠ ون شوانګ لو وويل موږ د ماشومتوب يا په پوهنتون کې د زده کړی په وخت کې غوښتل چې د چين د تاريخ او کلتور په هکله لازيات معلومات تر لاسه کړو٠ ځکه چين يو لوی هېواد دی او ٥ زره کلن تاريخ لری، موږ د چين په هکله لومړنی معلومات د فلمونو د ليدلو له لاری تر لاسه کړی و٠

دغه فرانسوی غبرګ وروڼه د فرانسی په شمال ختيځ يو مشهور تاريخی ښار ستراسبورګ کې زيږيدلی دي٠ مشر ورور ون شوانګ فو د ماشومتوب په موده کې غوښتل بهر ته ولاړ شي، نو په ١٩٩١ کال کې چين ته د ٢٢ کلن ون شوانګ فو سفر پيل شو، هغه په وار سره د شانګهای ، بېجينګ او شي ان په ګډون د چين لويو ښارونو ته سفر کړی، خو په پای کې د جنوب په کوچنی ولسوالۍ يانګ شو کې پاتی شو٠

يانګ شو د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په ګوی لين ښار کې پروت دی چې پکې ښکلی غرونه او سيندونه شته او د لرغونی ولسوالۍ منظری هم ساتل شوی دی٠ د مشر ورور ون شوانګ فو په زړه کې د چين په هکله موجود تصور په دغه ځای کې ريښتيا شوی ده ، نو پريکړه يی وکړه چې هلته په دايمی توګه ژوند وکړي٠ هغه وويل زما په اند په فرانسه کې زما ژوند خوند نه لری، زه له ارام ژوند سره دومره زياته مينه نه لرم ، زما ځانګړی ژوند خوښيږي مثلا دلته مې ژوند په پوره توګه له خوښيو څخه ډک دی٠

له ١٩٩٣ کال راهيسی مشر ورور ون شوانګ فو په يانګ شو کې ژوند کوی او دوه رستورانتونه يی پرانيستی دی٠ په پيل کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شو د بېلګې

په توګه په دغه ځاي کې د فرانسوي خوړو د پخولو لپاره اړين توکی نه وو . خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د چين د چټک پرمختګ له برکته د ګوانګ شي ترانسپورتي او ښاري تاسيسات ښه شوي او بهرنيو سوداګرانو ته ډول ډول امتيازونه ورکړل شويدي چې په پايله کې يې ددوی رستورانتونو ورو ورو سمسورتيا وموندله .

دوي دواړو وويل يانګ شو د چين د ښکليو منظرو استازيتوب کوي . چين موږ ته د ښه کار و بار فرصت برابر کړی دی ، هيله من يو چې د فرانسې او چين ترمنځ اړيکي ورځ په ورځ پياوړی او ټينګې شی . موږ به د تل لپاره دلته ژوند وکړو .