<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-09 17:11:45    
په شن جن ښار کې د ځوانانو د هنری ډيزاين د درېيمې دورې سيالی پرانيستل شوه

cri

په شن جن ښار کې د ځوانانو د هنری ډيزاين د درېيمې دورې سيالي د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه د دغه ښار د ځوانانو په ماڼۍ کې پيل شوه.

دغه سيالی د شن جن ښار د کلتوری ادارې، په دغه ښار کې د چين د کمونستی ځوانانو د ټولنې کمېټې او د ښوونې ادارې له خوا په ګډه جوړه شوې او له اختراعاتو څخه د ډک دسمبر په نامه له يو لړ فعاليتونو څخه برخمنه ده. د څو تنو مشهورو هنرمندانو او د ښوونې پوهانو په ګډون او غړيتوب د ارزونې يوه کمېټه جوړه شوې چې څه دپاسه شپږ سوه شيانو څخه د جامو، چاپېريال ساتلو او د کور ښکلی کولو په اړه يې دری سوه او څلور څلويښت شيان غوره کړي او په دې جمله کې شپږو شيانو طلايی جايزې، لس شيانو د سپينو زرو جايزې، اتلس شيانو ميسی جايزې او شپېتو شيانو نور يې غوره جايزې تر لاسه کړې دي.

په شن جن ښار کې د چين د ګوندی کمېټې د تبليغاتی چارو څانګې او د دغه ښار د کلتوری ادارې اړوندو چارواکيو څرګنده کړه چې د ځوانانو د هنری ډيزاين سيالۍ د تر سره کېدو موخه د وګړيو په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ د اختراعاتو،

جوړونې توان پياوړتيا او د اړوندو استعداد لرونکو کسانو لپاره د خپلو توانونو ښودلو د يو ډګر برابرونه ده. دوی هيله څرګنده کړه چې دغه سيالی د زياتو زده کوونکو لپاره د خپلو اختراعی توانونو د ښودلو او پياوړتيا لپاره يو لوی کلتوری فيستوال وګرځي.

د شن جن ښار د ځوانانو ماڼۍ مشر ښاغلي ليانګ يی وويل موږ ډېر خوښ يو چې زموږ په ماڼۍ کې د شن جن ښار د ځوانانو د هنری ډيزاين سيالی په شان دغه ډول کلتوری فعاليتونه تر سره شي. هيله لرو چې د دغه فعاليت له لارې اړوندو مينه والو او زده کوونکو ته د خپلو توانونو د ښودلو يو ډګر برابر کړو او مخ په زياتېدونکي وګړي د هنری ډيزاين چارو ته زياته پاملرنه وکړي.

بر سېره پر دې، غوره شوي شيان به د ځوانانو په ماڼۍ کې د پر له پسی لسو ورځو په اوږدو کې په وړيا توګه ګڼ شمېر وګړيو ته وښودل شي.