<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-09 17:51:47    
د طلايی طاوس په نامه ښوونيز پلان

cri

د پروګرام په دې کړۍ کې به هغه کيسه واورئ چې د چين د جنوب لويديځ په غرنيو سيمو کې ماشومان څنګه خپلو زده کړو ته دوام ورکوي؟

څوارلس کلنه نجلۍ فو چينګ د چين د جنوب لويديځ چن دو ښار د لونګ چيون يې په غرنې سيمه کې اوسيږي . له دې امله چې پلار او مور د مزدورۍ لپاره ښار ته تللي ، فو چينګ او کشره خور يې له نيکه او انا سره په ټاټوبی کې پاتي دي . فو چينګ وويل زموږ لومړنی ښوونځی په ګوښه ځاي کی د ی او يوزای لس ښوونکي او سل تنه زده کوونکی لری . هره ورځ د څلويښتو دقيقو په مزل ښوونځي ته ځم او د باران په موسم کې د درسي کوټې بام څڅوبی کوي . له داسی ګران حال سره سره فو چينګ لا هم ډير کوشش کړی او له لومړي ښوونځي څخه فارغه شويده . خو د خواشينۍ خبره دا ده چې د دې د کور په نژدی ځاي کې منځنی ښوونځی نشته . که له پلار او مور سره په چن دو ښار کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړی ، نو اقتصادي بارونه به يې درانده شي . خو فو چينګ هيله لری چې د پلار او مور په غاړه د دندې د نه زياتوالي په حال کې زده کړې ته دوام ورکړي . په دې مهال سرښوونکي يو زيری ورکړ او و يې ويل اوس حکومت ډير امتيازي تګلارې ټاکلي دي ، د بېلګې په توګه د طلايي طاوس په نامه پلان . ددې پلان له مخې غوره کليوال زده کوونکي په ښارونو کې له وړيا او ښې ښوونې څخه ګټه اخيستی او خپل برخليک بدلولی شی.

طاوس په چيني روايت کې يو نيکمرغه مرغه دی او چينايان عمومأ هغه غوره او بااستعداده کسان تثبيت کوي چې له مشکل او ستونزمن حالت څخه يې ځان بچ شوي وي.

د لونګ چيون يې سيمې په سلو کې دوه څلويښت برخه غرونه دي . که څه هم په غرنی سيمه کې ښوونځي ډير دي ، خو ډير کوچني دي او تعليمي تاسيسات يې کمزوری او ښوونکي يې کم دي. د سيمې حکومت د عمومي نظرغوښتنې سره سم د ٢٠٠٥ کال د فبروري په مياشت کې د طلايی تاوس په نامه ښوونيز پلان پلی کړی څو چې په ښارونو کې کليوالو زده کوونکو ته د زده کړې مساعده زمينه برابره کړي . نجلۍ فو چينګ دغه ښه فرصت ترلاسه کړ او له نورو درې زره او يو سل تنو زده کوونکو سره په ښاري منځنيو ښوونځيو کې شامل شوېده .دوی ته نه يوازی د کتابونو او هستوګنې لګښتونه وړيا دي ، بلکې هره مياشت د خوراک په مرسته يو سل يوانه ، شل يوه ترانسپورتي او لس يوانه د څښاک اوبومرستې اخلي ، برسېره پردې ښوونځی هر تن ته دوه جوړه جامې هم ورکوی.

هغه ښوونځی چې فو چينګ پکې درس لولی ،د چن دو ښار په يوه اقتصادي سيمه کې يو نوی جوړ شوی تجربوي ليليه ښوونځی دی چې درسي کوټې او ليليې يې پاکې او رڼې دي او يو معياری سپورتي ډګر هم پکې شته . د فزيک ، کيميا او بيولوژۍ لابراتورونه او د کمپيوترونو کوټې يې به ژر جوړې شی. پر دغو ښوونيزو تاسيساتو برسيره د دغه ښوونځي ښوونکي هم له نورو ښونځيو څخه استخدام شوی غوره ښوونکي يا تازه فارغ شوي زده کوونکي دي. د ښوونځي مشر جانګ يو لينګ وويل زموږ د ښوونځي ښوونکي يا د خپلې سيمې لخوا ټاکل شوي ، يا له نورو ځايونو څخه استخدام شوي او يا د تازه فارغ شويو غوره زده کوونکو له ډلې څخه راغلي دي

د ښوونکو په وينا د طلايي طاوس پلان په رڼا کې د غرنيو سيمو د زده کوونکو

عمومی کيفيت او د زده کړې نمبرې لوړې شويدي ، دغه راز ددوی بد عادتونه هم ليرې شوي او اخلاقي سويه يې اوچته شوېده .د لونګ چيون يې په سيمه کې د طلايي طاوس پلان له بريالۍ ازموينې څخه راغونډې شوي تجربې به په لاپراخه ساحه کې مروجې شی څو چې کليوالې او ښارې ښوونه په برابر ډول پرمختګ وکړي . د چن دو ښار د ښوونې ادارې مشر جو جي پينګ وويل د ښوونې برابر پرمختګ زموږ هدف دی ، خو يوازنی هدف مو نه دی. وروستی هدف مو دا دی چې هر ماشوم چې له کلي يا له ښار څخه راځی ، په هراړخيز ډول وده وکړي .