<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-10 09:59:56    
د افغانستان په کابل پوهنتون کې به د چيني ژبې زده کړې لپاره د کنفوسيوس ښونځی جوړ شي.

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کونفوسيوس ښوونځی مقر او د افغانستان د کابل پوهنتون د جنوری په نهمه نېټه په دغه پوهنتون کې د چينې ژبې زده کړې په موخه د کونفوسيوس ښوونځی د جوړولو په اړه رسمي تړون لاسليک کړ.

په افغانستان کې د چين لوی سفير يانګ هوو لان او د کابل پوهنتون مشر اشرف غنی په همدې ورځ دغه تړون لاسليک کړ.

ښاغلي يانګ هوو لان وويل: د دغه ښوونځی جوړول به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې نوی پاڼه واړوی چې نه يوازی د چيني ژبې د زده کړې په اړه د افغانانو اړتياوې پوره کولای شي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوری تګ راتګ او اقتصادی او دغه راز سوداګريزه همکاري هم پرمخبولی شي.

ښاغلي اشرف غنی څرګنده کړه: د دغه ښوونځی جوړول به افغانانو ته په چيني ژبې د زده کړې فرصت برابر کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې کړي.