د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د پاکستان حکومت د جنوری په نهمه نېټه وويل: د اټومي انرژۍ نړيوالی ايجنسۍ د عمومی مدير البرادعی هغه اعلاميه ناسمه او بی بنسټه ده او پاکستان د يو مسؤليت لرونکی ذروی هېواد په توګه د ذروی تاسيساتو د لارښوونې او کترول جدی سيستم جوړ کړی دی.
څو ورځې مخکې البرادعی په يوې اعلاميې کې ويلی وو چې ښايی چې د پاکستان ذروی وسلې د تندلارو په لاس ولوېږي. نو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد صديق په خپله نوبتی مطبوعاتی غونډه کې وويل چې په پاکستان کې د ملکی موخو ذروی پروژې په پوره توګه د اټومي انرژۍ نړيوالی ايجنسۍ تر څارنې لاندی دی. پاکستان د دغې ايجنسۍ په اړه ټولې دندې پلی کړی او په مهمو مسئلو کې يې له دغې اېجنسۍ سره ښه همکاری کړې ده.