د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جنوری په نهمه نېټه پر دې خبره ټينګار وکړ چې پاکستان به د ازادو او عادلانه او رڼو پارلماني ټولټاکنو د تر سره کولولپاره هڅې وکړي او هيڅ ناقانونه عملياتو ته به اجازه ورنه کړی. هغه زياته کړه چې دغه ټولټاکنې به د فبروری په اتلسمه نېټه په خپل ټاکلي وخت تر سره شي.
ولسمشر مشرف دغه څرګندونې د دغو ټولټاکنو په اړه د اروپايې ټولنې د له کتونکې ډلې سره د خبرو اترو په ترڅ کې وکړې.
ولسمشر مشرف وويل چې خپلواک کتونکی او خبري رسني به په ازاده توګه د دغو ټولټاکنو د بهير څارنه وکړي.
د يو بل خبر له مخې: څو ورځې مخکې البرادعی په يوه اعلاميه کې ويلي وو: ښايی چې د پاکستان ذروی وسلې تندلارو په لاس کې ولوېږي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد صديق د جنوری په نهمه نېټه په دې اړه دې ته اشاره وکړه: د اټومي انرژۍ نړيوالی ايجنسۍ د عمومی مدير البرادعی دغه اعلاميه ناسمه او بی بنسټه او پاکستان د يو مسؤليت لرونکی ذروی هېواد په توګه د ذروی تاسيساتو د لارښوونې او کترول جدی سيستم جوړ کړی دی.