د چين خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې: د چين د عام امنيت وزارت د هېواد ته د ننوتونکيو او له هېواد څخه وتونکيو ادارې څانګې د جنوری په نهمه نېټه خبر ورکړ چې په ٢٠٠٧ کال کې چين ته د ننوتونکيو او له چين څخه د وتونکيو بهرنيانو شمير د لومړی ځل لپاره له دوه پنځوس مليون څخه اوښتی دی.
په ٢٠٠٧ کال کې چين ته د ننوتلو او وتلو په اړه د چين د سترې برخې اوسيدونکو شمير له يو اتيا مليون او د بهرنيانو شمير له دوه پنځوس مليون څخه زيات شوی چې دغه شمير د ٢٠٠٦ کال په پرتله په سلو کې لس زيات شوی دی.