<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-10 17:49:51    
په نړۍ کې ډېر کوچنی سمندر

cri

د وګړيو په اند سمندر ډېر لوی دی، خو يو سمندر ډېر کوچنی دی چې که څوک په دغه سمندر کې په بيړۍ سفر وکړی، د سمندر دواړه غاړی هم تر سترګو کيږی٠ دغه سمندر مرمرا نوميږی او د ترکيی په لويديځ کې پروت دی٠ د دغه کوچنی سمندر پراخوالی يوازی يوولس زره مربع کيلو متره دی، اوږدوالی يی دوه سوه اتيا کيلو متره او پلنوالی يی اتيا کيلو متره دی، شمال ختيځ يی د يو ديرش کيلو مترو په اوږدوالی د بوسپولوس ابنا ده چې له تور سمندر سره وصل کيږی او جنوب لويديځ يی له داردانيل ابناسره مخامخ دی او د مديترانی سره يو ځای کيږی٠ د ترکيی مشهور لرغونی ښار استمبول د مرمرا سمندر په شمال غاړه د بوسپولوس ابنا په خوله کې پروت دی او دغه ځای د اسيا او اروپا د دوو لويو وچو تر منځ د سمندری او ځمکنی ترانسپورت د مرکز حيثيت او ډېر ستر ستراتيژيکی اهميت لری٠ اوس هر کال له شلو زرو څخه زياتره بيړۍ يی روسيی بيړۍ دی٠ که څه هم دغه سمندر کوچنی دی، خو ډېره ژوره ده او نهايی ژوروالی يی يو زرو دری سوو پنځه پنځوسو مترو ته رسيږی٠ په نوموړی سمندر کې ډېر ټاپوګان پراته دی چې تر ټولو لوی پکې مرمرا ټاپو دی او يو سلو پنځه ويشت مربع کيلو متره پراخوالی لری٠ په دغه ټاپو کې تور رنګ مرمر پيدا کيږی او د دغه ټاپو نوم هم له مرمر څخه مشتق شويدی٠

ډېر کوچنی سمندر مرمر سمندر دی، خو ډېر لوی سمندر کوم دی؟ دا د مرجان سمندر دی چې د ارام افيانوس په څنګه کې پروت دی او لويديځ يی له استراليا سره وصل کيږی او شمال او ختيځ يی د ايريان ټاپو او سورومن ټاپوګانو دی چې عمومی پراخوالی يی تقريبا څلور مليونه اته لکه مربع کيلو متره دی٠ د مرجان سمندر له

عربی سمندر څخه چې د نړۍ دوهم لوی سمندر دی٠ يو په څلور برخه لوی دی او د

دغه سمندر نهايی ژوروالی نهو زرو يو سلو څلويښتو مترو ته او منځنی ژوروالی يی دوو زرو درو سوو څلور نوی مترو ته رسيدلی دی، څرنګه چې د مرجان سمندر پراخوالی لوی دی، نو د اوبو عمومی اندازه يی يوولسو مليونو څلورو لکو اوياو زرو مکعب کيلو مترو ته رسيدلی دی چې له عربی سمندر څخه په سلو کې نهه او د چين له ختيځی سمندر څخه دری څلويښت چنده زيات دی٠