د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د علومو اکاډمی د شينجيانګ څانګې څو ورځې مخکې د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکی سيمې له حکومت سره يو ځای له وړ کسانو څخه د ملاتړ ځانګړي پلان په پلی کولو پيل وکړ چې په شينجيانګ کې به د علمي کارکوونکو د روزنې او د علمي چارو د پرمختګ لپاره د روان کال له پيل څخه هر کال دوولس مليونه يوانه بېل کړي.
د پلان له مخې به د چين د علومو اکاډمۍ د شينجيانګ څانګه هر کال وتلی دوکتوران استخدام کړي او له هر کس سره به څلور سوه زره يوانه مالی مرسته وکړی . اوس د شينجيانګ دغې تګلارې ډېر استعداد لرونکی کسان جلب کړي دي.