<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-11 18:15:23    
د ګوی يانګ ښار

cri

د ګوی يانګ په ښار کې ژمی ډير سوړ نه وي او دوبی هم ډير ګرم نه دی ، نو هوا يی د ثعلب ګلانو له ودې سره برابره وی . دغه ګلان د ګوی يانګ ښار د خلکو مينه راجلبوی او د ښاری ګل په نامه ياديږي . هر وخت چې دغه ګلان غوړيږي ، د دغه ښار په بيلا بيلو واټونو کې ښاريان ليدل کيږي چې دغه ګلان اخلی . د دغو ګلانو خرڅوونکې ميرمن وانګ پينګ زمونږ خبريال ته وويل ښاريان د ثعلب ګلانو د روزنی عادت لری او په دې برخه کې يې احساسات ډېر ګرم دی . هغی وويل زما په پلورنځی کې د پتنګ په شکل د ثعلب ګل پلورل کيږي او داسی معمولی ګل دری يا څلور سوه يوانه بيه لری،خو اخيستونکی يې لا هم زيات دی .

ځينی اخيستونکی يوازی په فارغ وخت کې معمولی ګلان روزی ، خو د دوی په پرتله ځينی مينوال د ګلانو هغو ډولونو ته زياته پاملرنه کوي چې کم ليدل کيږي او يوازی په غرونو کې موندل کيږي . مثلأ ښاغلی لوون ديان په ځانګړی توګه د وحشي ثعلب اخيستلو لپاره د هېواد د لويديځ ولايت له سی چوان څخه ګوي يانګ ته راغلی ځکه چه نوموړی له دغه ډول ګل سره ډيره مينه لری . هغه خبريال ته وويل ___اواز___

د ګوی يانګ په ښار کې د ثعلب وحشی ګلان له نورو ځايونو څخه زيات دی . زما په نظر اوس انسان بايد دغه ګلان وساتي ، ځکه چې د وحشی ګلانو ساتنه د چاپيريال د ښکلا، د هوا د پاکوالي او د ښاريانود ژوند کيفيت د لوړوالی لپاره ګټوره ده .

په چين کې هر کال د ثعلب د ګلانو نندارتون جوړيږي . سږ نې نندارتون د ګوی يانګ ښار د ملی کلتور په ماڼی کې پرانستل شو چې څه دپاسه څلور زره ګلدانی په کې ايښودل شوی دی. هغه ګلان چې په سيالی کې يې لومړي ځايونه نيولي ، بيی به يې لوړی وي او ډير زيات نندارچيان راجلبوي . په دغه نندارتون کې يو جاپانی مسافر د شلو زرو يوانو په بيه هغه ثعلب واخيست چې په سيالی کې يې جايزه ګټلی وه .