د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ډيلی تايمز د جنورۍ په يوولسمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د خلکو ګوند د روانې مياشتې په لسمه نېټه ځای ناستی حکومت ته د يو پيغام په لېږلو سره وويل چې ځای ناستی حکومت بايد په راتلونکيو اته څلويښتو ساعتونو کې له م م څخه غوښتنه وکړي چې د پخوانۍ مشرې بينظير بوټو د ژونې د پلټنې لپاره يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي، که داسی نه وی نو د خلکو ګوند به په مسقيمه توګه م م ته پيغام ورولېږي.
دغه اوږد پيغام چې درې پاڼې لري، د پاکستان د خلکو ګوند د ائتلافی مشر اصف زرداري او سرمنشی جهانګير بدر له خوا لاسليک شوی او وروسته د دغه هېواد د ځای ناستی صدر اعظم محمد ميان سومرو او د بهرنيو چارو وزير انعام الحق ته وړاندی شوی دی. په همدې مهال کې د م م سرمنشي او د امنيت شورا مشر ته هم د دوی غوښتن ليک وړاندی شوی دی.