<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-11 18:28:20    
وانګ داو هان د تايوان ابنا د دواړو غاړو د اړيکو د ټينګتيا او پرمختيا لپاره ډېر وتلي خدمتونه کړي وو

cri

د چين په ستره برخه کې د تايوان ابنا د دواړو غاړو د اړيکو ټولنې مشر وانګ داو هان د ديسمبر په ٢٤ نېټه په شانګهای کی د ٩٠ کالو په عمر د تل لپاره له دنيا څخه لاړ. فقيد وانګ له مرګ نه مخکی د تايوان ابنا د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د هېواد د يووالی لپاره وتلي خدمتونه کړی وو. نو په دواړو غاړو کی د بېلا بېلو ټولنو شحصيتونو دده د مړينې په نسبت خواشينی او ډاډګېرنه څرګنده کړه او د ده د ډېرو وتليوخدمتونو لوړه ستاينه يي وکړه.

کله چه دده د مړينې خبر خپور شو ، د چين د سترې برخې او تايوان ډېر خبريالان پر وخت شانګهای ته ورسيدل او دده په اړه يي زيات خبرونه او تبصرې خپرې کړې .

ښاغلی وانګ داو هان په ١٩١٥ کال کی د چين د ان هوی په ولايت کی وزيږيده او په ١٩٤٩ کال کی د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو وروسته يي په سيمه او يا پلازمېنه کې د اقتصاد د مسئول دنده او د تېری پېړۍ د اتمې لسيزې په پيل کی د شانګهای د ښاروال وظيفه پر غاړه واخيستله. له تقاعد نه وروسته ښاغلی وانګ هميشته د ابنا د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره کوششونه وکړل. د ١٩٩١ کال په ديسمبر کی د تايوان ابنا د دواړو غاړو د اړيکو ټولنه په بېجينګ کی تاسيسه شوه. ښاغلی وانګ د دغې ټولنې د مشرپه توګه وټاکل شو او د ده تر مشرۍ لاندی دغې ټولنې د دواړو غاړو د اقتصای او تجارتی همکارۍ او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ډېر کارونه تر سره کړيدي . .

په ١٩٩٢ کال کی د دواړو غاړو د اړيکو ټولنې د تايوان ابنا د همکارۍ له صندوق

سره په هانګانګ کی خبرې اترې وکړې او داسی يوې ګډې نظريې ته ورسيدل چې دواړه غاړي په شفاهي توګه د يو چين په پېژندنې باندی ټينګار کوی. د ١٩٩٣ کال په اپريل کی ښاغلی وانګ د ياد شوی صندوق له رئيس ګو ځن فو سره په سينګاپور کی خبرې اترې وکړې او د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادی ، تخنيکي او کلتوری همکارۍ د پياوړتيا په باب ئی څلور تړونونه لاسليک کړل.

د ١٩٩٨ کال په اکتوبر کی ښاغلی وانګ له ګو ځن فو سره په شانګهای کی يو ځل بيا خبرې اترې وکړې چې دوي دواړه د سياست او اقتصاد په ساحو کی د ډيالوګ د دوام ورکولو په شمول د څلورو موضوعاتو په باب د نظريو يووالي ته ورسيدل . د تايوان موضوع په اړه کارپوه ښاغلی ځانګ نيان چی وويل چې ښاغلی وانګ هميشه د تايوان موضوع د چين د راتلونکی پرمختګ او برخليک سره يو ځاي تر نظر لاندي نيوله ځکه چه تايوان د ده په زړه کی مهم ځای درلود.

د ١٩٩٩ کال په جولای کی د تايوان ځواکونو مشر لی دېنګ هوی د چين د جلاوالي په شوم نيت د چين د دوو هېوادونو په نامه ناوړه نظريه څرګنده کړه چې دغه بده نظريه د يو چين د پېژندنې د ګډو اصولو په خلاف وه. له دي نه وروسته د يادې شوی ټولنې او صندوق ترمنځ تګ راتګ کم شويدی. په همدی حال کې ښاغلي وان لا هم په بيلا بيلو ډګرونو کې د تايوان ځواکونو څخه غوښتنه کوله چه د تاريخ احترام وکړي او د يو چين د پيژندنې په اصولو باندي ټينګار وکړي . هغه وويل چه د أبنا د اړيکو ټولنه په دي هڅه کې ده چه خبرې اترې بيا پيل شي چه د دواړو غاړو خلکو ته ګټې ورسول شي . ددې ټولنې اوسنی مرستيال سون يا فو تازه وويل چه يوازي په دې شرط چه د تايوان ځواکونه د يو چين د پيژندلو په اصولو باندي ټينګار وکړي ، د دواړو غاړو ترمنځ به خبر ې اترې سمدستي پيل شي .