که تاسی د هنر يو مينه وال ياست، نو کله چې بېجينګ ته ولاړئ، بايد له ٧٩٨ هنري سيمې څخه ليدنه وکړي. د انځورګرو، مجسمې جوړونکو او عکس اخيستونکو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې سل ګونه هنرمندان په دغه سيمه کې راغونډېږي. د بېجينګ يو لړ کلتوري نوښتونه هم په دغه سيمه کې رامنځته کېږي. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې سيمې په اړه څه معلومات درکړم.
٧٩٨هنري سيمه د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر ته نژدی ده چې پخوا په همدې شمېرنې د راډيوئی لوازمو توليدولو يوه فابريکه وه. د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې دغه فابريکه له کار څخه ولوېدله. د ٧٩٨ هنري سيمې د ادارې دفتر مشر ښاغلی چن يونګ لي وويل
دغه تشه فابريکه په ١٩٩٦کال کې په هنري سيمې بدله شوه. هغه وخت د جاپان پر ضد د جګړې د پيل له شپيتمې کاليزې سره برابر و، نو مرکزی هنری پوهنځی په دغه جګړه کې د اتلانو د يادونې لپاره د مجسمو د يو نندراتون جوړولولپاره ٧٩٨ فابريکه پيدا کړه چې يو لړ لويې مجسمې پکې ايښول شوې وې. ورپسی ځينو کسانو د خپلو هنري کارونو د تر سره کولو لپاره په دغه سيمه کې يو شمېر ځايونه کرايه کړل او په پای کې هنرمندانو دغه سيمه د خپلو کارونو لپاره وموندله.
په وروستيو کلونو کې په بېجينګ کې د کلتوري نوښتونو په اړه چارو چټک پرمختګ کړي دی. ښاغلی چن يونګ لي په دې هکله وويل
د بېجينګ ښار د ٢٠٠٥ کال په پای کې يو پلان خپور کړ چې په دغه ښار کې به په عمده توګه د کلتوري نوښتونو چارو ته پرمختګ ورکړل شي. هغه وخت ٧٩٨ هنري سيمې د څو کلونو د پرمختګ له امله په نړۍ کې خپل لوړ شهرت موندلی و. نو د اړوندو مشرانو او کارپوهانو له ليدنې او څېړنې وروسته ، دغه سيمه په ٢٠٠٦ کال کې د بېجينګ ښار د کلتوري نوښتونو د يوې مرکزي سيمې په توګه وټاکل شوه.
اوس په دغه سيمه کې د چين يو لړ مشهور هنرمندان په خپل خلاقيت بوخت دي. د شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٧کال د جولای تر پايه پوری د کلتوري نوښتونو دری سوه څلور پنځوس ارګانونه په دغه سيمه کې ميشت شوي دي. مېرمن چن لين هوی چې له تايوان څخه راغلی او په دغه سيمه کې د انځورونو يو کوچنی نندارتون چلوي، دا نظر لري : ٧٩٨ کلتوري سيمه کولای شي چې د نويارک له مشهورې کلتوري سيمې سره پرتله کړئ. دې وويل
په ١٩٩٤ کال کې د بېجينګ له هنري پوهنځی څخه زما د ښوونکيو کتنه او له ٧٩٨ سيمې څخه مې هم ليدنه وکړه. دغې سيمې زه ډېره حيرانه کړ
م چې ځانګړتياوې يې د نيويارک له هنري سيمې سره نژدی يو شان دي.
پر ٧٩٨ کلتوري سيمې سربېره، د بېجينګ د( سونګ جيا ځونګ) او (هوا جيا دی ) سيمې سل ګونه انځوګران ورجلبوي. په شي جينګ شان سيمه کې د ساعت تېری يو مرکز او د کارتونونو يوه اډه هم جوړېږي. د بېجينګ د کلتوري پرمختګ په اړه د لارښوونې يوه ځانګړی ډله هم جوړ شوی ده چې پر اړوندو تګلارو، پلانونو او تدبيرونو څېړنې وکړي. دغه ښار به هر کال د اړوندو چارو له پرمختګ څخه د ملاتړ او اړوندو سيمو د
جوړولو لپاره پنځه سوه مليونه يوانه ولګوي.
د معلوماتو له مخې، په ٢٠٠٦ کال کې د بېجينګ د خدمتي چارو تر لاسه شويو ګټو زياتوالی د دغه ښار د GDP په سلو کې اويا برخه نيولی او پکې د نيمې برخې ګټې د کلتوري نوښتونوله چارو څخه تر لاسه شوې وې. د بېجينګ ښار دا پلان لري چې تر ٢٠١٠ کال پوری د کلتوري نوښتونو په اړه د دېرش مرکزونه جوړ شي چې د دغه ښار په اقتصادی پرمختګ کې خپل زيات مهم رول ولوبوي.