<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-11 18:38:30    
مصطفی بلال وايي له چين سره سوداګري يې ورځ تر بله پراخيږي

cri

درنو اوريدونکيو ښې چارې ،خوشحال تايب يم او د بهرنيان په چين کې پروګرام اورېدلو ته مو په سلامونو او نيکو هيلو هرکلی کوم،خدای وکړي چې ننني راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ وګرځي.

محترمو اورېدونکيو نن مو له يو تن افغان سوداګر سره چې تل له چين څخه خپل د اړتيا وړ توکي افغانستان ته يې ليږدوي يوه مرکه کړې ده،نوموړی مصطفی بلال نوميږي،او له څو کلونو راهيسې د جامو په سوداګرۍ بوخت دی،د ښاغلي مصطفی بلال په أند له چين سره د دوي د سوداګرۍ په برخه کې زياتې أسانتياوې موجودې دي نو ځکه يې خپلې سوداګرۍ ته لا پراختيا ورکړې ده:

چين يواځنی هېواد دی،چې موږ ته پکې د تګ راتګ أسانتياوې ډېرې دي،د ويزې اخيستلو،چين ته په را تګ کې،په چين کې د استوګنې پر مهال او داسې نورو برخو کې هيڅ راز ستونزې نه لرو،او دنورو هېوادونو په پرتله له چين څخه د مالونو اخيستل موږ ته په ډېره ارزانه بيه پريوزي.

د ښاغلي مصطفی بلال په وينا تر دې مهاله دلته په چين کې دننه هم له هيڅ راز ستونزو سره ندي مخامخ شوي،او د خپلې اړتيا وړ توکي په خپله خوښه او مناسبې بيې سره پيري:

کله چې موږ چين ته راځو نو د توکيو په اخيستلو کې هيڅ راز ستونزې نه لرو، زما په أند زموږ په هېواد افغانستان کې چيني توليدات ډېر زيات تر سترګو کيږي،د بيلګې په ډول ساختماني مواد،جامې ،بريښنايي توکي،د ماشومانو لوبتکې او أن په دې وروستيو کې چيني موټرو هم زموږ په هېوادکې ښه بازار موندلی دی.نو موږ پر دې ټولو ډېرزيات خوښ يو.

درنو دوستانو لکه څنګه چې ښاغلي بلال وويل دا وخت د افغانستان په بيلابېلو برخو کې ګڼ شمير چيني توليدات ليدل کيږي چې د خلکو له ښه هرکلي سره هم مخامخ شويدي،خو پخپله له ده څخه مې وپوښتل چې دی کوم شيان له چين څخه افغانستان ته وړي،او په کومه سوداګرۍ بوخت دی ،په ځواب کې يې وايي:

موږ هر مياشت او يا هم په دوه يا درې مياشتو کې يو ځل چين ته راځو،او هغه مالونه چې له دې ځای(چين)څخه وړو هغه د ماشومانو جامې دي،ځکه پدې سره موږ ته ډېره ښه زمينه برابره شويده ،چې چين ته تګ راتګ کوو،هغه مالونه چې موږ يې افغانستان ته ليږدو زياتره خلک په تېره بيا بې وزلي کسان يې د اخيستلو توان او وسه لري.

له ښاغلي بلال څخه مې وپوښتل چې تاسو تل له چين څخه سوداګريز توکي افغانستان ته ليږدوئ أيا کله مو پر دې هم فکر کړئ،چې له افغانستان څخه هم ځينې توکي چين ته راوړئ،يعنې چې دوه اړخيزه سوداګري وکړئ،نو داسې ځواب يې راکړ:

په سر کې موږ بايد پدې پوه شو چې په چين کې کوم افغاني توکي ډېر مينه وال لري او د چينايانو خوښيږي،نو که چېرې پدې برخه کې لږ څه معلومات تر لاسه کړو نو حتما دا کار هم کوو،او له افغانستان څخه به چين ته ځينې شيان راوړو،د بيلګې په توګه افغانستان ډېرې ښې او خوندورې وچې او لمدې ميوې لري،چې ښايي دلته په چين کې ښه بازار ولري.

ښاغلی مصطفی بلال هم د ګڼو نورو بهرنيانو په تېره بيا د افغانانو په شان د چينايانو له چلند څخه خوښي څرګندوي،او وايي چې دوي هيڅکله هم له کوم ناوړه چلند سره ندي مخامخ شوي،او تل چين ته په ډاډه زړه تګ راتګ کوي،ځکه چينايان له افغانانو سره ځانګړې مينه لري دی زياتوي :

ما ځينو نورو هېوادونو او لويو ښارونو ته هم سفرونه کړيدي،د بيګلې په توګه مسکو،دوبۍ،جنوبي کوريا او ځينو نورو ځايونو ته،خو هغه چلند يا رويه چې چينايان په چين کې له افغانانو سره لري ،ځانګړې او د ټولو افغانانو د خوښۍ وړ ده .زموږ ځينې دوستان غواړي چې چيني ته د سيلانۍ لپاره راشي او له نږدې څخه يې وګوري.

درنو اورېدونکيو چين په ټوله نړۍ کې د يو افسانوي هېواد په توګه ډېر شهرت لري،د نړۍ زياتره وګړي پدې پوهيږي چې مخکې تردې په چين کې ډېر امپراطوران او او پادشاهان تېر شوي،چې هر يو يې خپلې کار نامې پر ځای پرې ايښې دي،او په اوسني وخت کې خو د چين لوی ديوال يو لو هغو عجايبو څخه دی چې هر سيلاني يې د ليدلو تلوسه لري.مصطفی بلال وايي ده هم مخکې د چين په هکله ډېر څه اورېدلي و،او تر دې مهاله يې له ځينو ځايونو څخه ليدنې هم کړې دي :

مخکې له دې چې موږ د چين تاريخي ځايونو ليدلو ته ولاړ شو پدې هکله مو ډېر څه اوريدلي و،مخکې له دې مو د چين لوی ديوال يوازې په تصويرونو يا عکسونو کې ليدلی و،او په تاريخي کيسو کې مو اوريدلي و چې دا ديوال د نړۍ له عجايبو څخه يو دی،خو کله مو چې له نږدې څخه وليد په ريښتيا چې ډېر په زړه پورې او تاريخي ځای دی.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت پای ته په رسېدو کې دی نو زه خوشحال تايب هم در څخه اجازه غواړم ،تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو مو په پاک رب سپارم .

الله مو مل شه .