<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-12 19:59:30    
مونږ او اورېدونکی

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! له هر څه مخكې له لوى خداى غواړم چې په بشپړه توګه روغ او نېكمرغه وئ، او هم دا چې خپل ورځنى ژوند په خوشالۍ او برياليتوب سره تېروئ، بيا هم دا دى د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى، زه امان الله عمران او زما همكاره ډيوه مو يې اورېدو ته هركلى كوو. له دې وروسته به دغه پروګرام زه او ډيوه په ګډه وړاندې كوو، ستاسې ليكونه به خپروو او ستاسې قدرمنو اورېدونكيو سره به د زړه خواله په كې كوو. ډيوه هم يو څه ويل غواړي، مايكروفون به دې ته پرېږدم ستاسو سره وغږېږي.

ډيوه – مننه عمران صاحب، زه په خپل وار ګرانو اورېدونكيو ته خپل سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوم، خوشاله يم چې له دې وروسته به ستا سره په ګډه د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرې وم. هيله منه يم چې اورېدونكي له موږ سره خپلو اړيكو ته دوام وركړي، خپل په زړه پورې ليكونه او ګټورې خبرې راولېږي او د موږ او اورېدونكي پروګرام هر وخت ښكلى او ښايسته وساتي. يوه يادونه لرم هغه دا چې موږ به د پښتو خپرونې پر وېبپاڼه د اورېدونكيو لپاره يوه ځانګړې پاڼه پرانيزو، نو هيله ده تاسې ټول ګران اورېدونكي كه غواړئ پېژندګلوۍ او خپل ژوند په اړه معلومات مو زموږ پر وېبپاڼه خپاره شي، موږ ته د خپلې پېژندګلوۍ، د خپل ژوند، استوګنې، ټاټوبي او زده كړې په اړه معلومات له خپلو عكسونو سره په ګډه را واستوئ او د پښتو خپرونې د وېبپاڼې له نورو مينه والو سره يې شريك كړئ.

عمران _ ډيوې ډېره مننه، په زړه پورې خبرتيا دې اورېدونكيو ته واوروله، هيله ده اورېدونكي خپلې پېژندګلوۍ او هم د خپلې استوګنې د سيمې په اړه په زړه پورې كيسې او خبرې راواستوي چې موږ يې پر وېپپاڼه ورته له خپلو عكسونو سره يوځاى خپرې كړو، نو ډيوې څنګه دې خوښه دې خبرې نورې لنډې كړو او د اورېدونكيو په ليكونو پيل وكړو.

ډيوه – زه هم همداسې وايم، نو دغه لومړى ليك به راواخلم چې له پېښور څخه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب څخه اورېدونكي بلال را استولى دى. په پيل كې يې د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ستاسو پخوانى اورېدونكى او د سرحد پېشاوري لسنرز كلب مشر يم، مهرباني وكړئ موږ ته د اولمپيك سپورټي لوبو په اړه معلومات راواستوئ. اورېدونكى بلال ليكي: موږ ستاسې د خپرونې مينه وال يوو او په ډېر شوق او مينه سره يې اورو، او ان شاء الله كه ژوند و نو د بېجېنګ اولمپيك سپورټي لوبو كې به ګډون كوو. ښاغلى بلال غوښتنه كوي چې د پښتو هېندارې بېلابېلې ګڼې ور واستوو، ده يو شعر هم را استولى چې د پروګرام وخت لنډوالى يې د لوستلو اجازه نه راكوي.

عمران – ډيوې زه به دغه بل ليك را واخلم چې له المان څخه د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې مينه وال اورېدونكي عمر پاڅون را استولى دى. د پښتو خپرونې د ټولو كاركوونكيو نومونه يې ليكلي او ټولو ته يې سلامونه او نېكې هيلې ويلې دي او بيا يې ليكلي: د پښتو څانګې چيني كاركوونكيو څومره ښايسته او ښكلي پښتو نومونه خپلو ځانونو ته غوره كړي دي، دوى ټولو ته په خپلو ښايسته نومونو مباركي وايم. اورېدونكى پاڅون د پښتو هېندارې د نهمې ګڼې په تر لاسه كولو مننه كړې او وايي چې د نورو ملګريو ترمنځ يې ووېشلې. بيا ليكي: جريده د ستاينې وړ ده چې رنګه او په ښكلي صحافت چاپېږي، كه مخونه يې اتو ته ورسېږي او په مياشتنۍ توګه خپره شي ډېره ښه به وي. جريده مې د زړه په مينه ولوستله، (د افغانستان او چين تر منځ دوستي او ملګرتيا پر مختګ كوي) د مضمون په لوستلو خوښ شوم. لوى الله دې وكړي چې د چين ولسي جمهوريت او افغانستان تر منځ د دوستۍ اړيكي لا پسې ټينګ شي. ښاغلى پاڅون زياتوي: (د افغانستان كلتور او ټولنه) كتاب ليكونكي جانګ مين په قلم دې بركت شي چې د افغانستان كلتور او ټولنه يې خپلو هېوادوالو ته ورپېژندلې ده. نوموړى د پښتو هېندارې په اړه خپلو خبرو ته دوام وركوي او ليكي: په جريده كې مې له (چيني ژبې لوست) څخه ډېر چيني لغتونه زده كړل چې له ماسره د چيني ژبې په زده كړه كې مرسته كوي. بيا وايي، هيله لرم چې د پښتو هېندارې د پر له پسې ګڼو په را استولو مې خوښ وساتئ. ښاغلى پاڅون د پښتو خپرونې له خوا د يو څو پاكټونو د ور استولو يادونه كوي او ليكي: پوه شوم چې تاسې مې كله نا كله په ليك درلېږلو هڅوئ، او بيا ژمنه كوي او وايي: هرو مرو به دا كار كوم، تاسو ډاډه اوسئ ليكونه به درلېږم.

ډيوه: اورېدونكي عمر پاڅون په زړه پورې خبرې ليكلې دي، دى وايي: څو اوونۍ مخكې مې د افغانستان په اړه خبري رسنيو كې واورېدل چې د چين او افغانستان تر منځ د لوګر د عينكو مسو كان كيندلو تړون لاسليك شو، زه ډېر پرې خوښ شوم. زه خو په دې هيله يم چې داسې ورځ راشي چې د دواړو دوستو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ يوه لويه ځمكنۍ لاره جوړه شي يعنى د افغانستان د كونړ ولايت، چې مطلب يې ښايي د بدخشان ولايت وي، د چين له شينجيانګ سيمې سره وتړل شي چې د دواړو دوستو ولسونو وګړي د ځمكې له لارې يو د بل هېواد ته سفر وكړى شي. په داسې حال كې چې همدا اوس مهال د افغانستان په بيا ودانولو كې چينايان زموږ د ګران هېواد د سړكونو په جوړولو كې لوى لاس لري.

عمران – هو ډيوې، اورېدونكى عمر پاڅون د خپل ليك په پاى كې چين ته د راتګ خبره هم كړې او ليكلي يې دي: زه ښايي د خپل كار او بار په موخه يو دوه ځله چين ته سفر وكړم، البته، دى وايي، د شانګهاى او ګوانګ جو ښارونو ته، كه مې سر بېجېنګ ته د رښكاره كړ، نو هرومرو به ستاسو په خدمت كې حاضرېږم چې له نژدې څخه د زړه خواله وكړو، او غواړم، نوموړى زياتوي، چى د چين لوى دېوال له نژدې څخه وګورم چې د چينې كلتور په اړه مې معلومات پياوړي او غښتلي شي. ځكه چې، دى وايي، په چيني كلتور كې هغه څوك پياوړى او غښتلى دى چې د چين لوى دېوال يې له نژدې ليدلى وي. اورېدونكى پاڅون په پاى كې ليكي: كه د پښتو خپرونې راډيويي څپې او وخت په پښتو هېنداره كې وليكل شي ښه خبره به وي.

ډيوه – دغه بل ليك را اخلم چې له پاكستان څخه اورېدونكي فهيم خټك را استولى دى. ده خپل ليك په انګريزي ژبه ليكلى دى. نوموړى ليكي: زه دلته په پنجاب كې يو زده كونكى يم، له بده مرغه زه پښتو نه شم ليكلى خو خبرې پرې ښې كولى شم. اورېونكى فهيم خټك وايي: ښاغلي رفيع الله مندو خېل راته ستاسو د پروګرام په اړه معلومات راكړل او اوس يې په ورځني ډول اورم.

عمران – دپا كستان له بلوچستان څخه اورېدونكي غلام جيلاني په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د چين نړيوالې راډيو خپرونې تل اورم، دلته اوس ډېر خلك ستاسې خپرونې اوري. اورېدونكى غلام جيلاني هم يادونه كوي او ليكي: زما قدرمن ملګري رفيع الله مندو خېل دلته ډېرو خلكو ته د چين راډيو ورپېژندلې او په اړه يې معلومات وركوي. زه هم ستاسې له خپرونې سره د نوموړي له خوا د معلوماتو له لارې آشنا شوم. اورېدونكى غلام جيلاني د خپل ليك په پاى كې وايي: زه د پښتو ژبې يو شاعر يم، او په خپل راتلونكي ليك كې به تاسو ته خپل شعرونه هم درولېږم.

ډيوه – دغه بل ليك را اخلم چې د كوټې له لياقت بازار څخه بريالي اڅكزي را استولى دى. ده د خپل ليك په پيل كې ستړي مشي ويلي او بيا يې ليكلي: له تېرې يوې لسيزې راهيسې د پښتو څانګې خپرونې اورم چې ځان ته يو بېل خوند او رنګ لري. بيا ليكي: د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې وخت پر وخت ډېرې په زړه پورې خپرونې خپرې كړې او په ټوله نړۍ كې يې د پښتنو خويندو او وروڼو پاملرنه ځان ته را اړولې ده. د پښتو ادبياتو په تاريخچه كې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه او كارپوهان د يادونې وړ مقام لري او د تېرو څه د پاسه دېرشو كلونو خپرونو يې پښتو ژبه نړيوالو ته ورپېژندلې ده. ښاغلى اڅكزى بيا زياتوي: ما د خپلو خوا خوږو په ملتيا د (چين نړيوالې راډيو د اورېدونكيو ټولنه) پرانيستې او تر اوسه مو ګڼ شمېر پښتنو خويندو او وروڼو ته په غړيتوب هم وركړى دى. زه ستاسو څخه هيله كوم چې ماته د پښتو خپرونې مهالوېش او نور مطبوعاتي توكي راواستوئ.

عمران – ښه ډيوې دا وو د اورېدونكيو ليكونه چې موږ ته رارسېدلي وو او په پروګرام كې مو ولوستل، هيله ده درنو اورېدونكيو هر وخت خپل پروګرام په خپلو ګټورو خبرو او ليكونو ښايسته او ښكلى كړئ، اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو ډيوې څنګه دې خوښه ده چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د عرفان خان يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د عرفان خان سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.