<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-12 20:01:16    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

 زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !

د پاکستان په کوهاټ کې د افغان کلتوری بهير مشر او زمونږ يو دايمی اوريدونکی ښاغلی سيد وارث حنيفی په خپل ليک کې ويلي :

محترمو : پروګرامونه مو هميشه اورو چې ښه او په زړه پوری دي . معلومات هم تری ترلاسه کوو . د چين د قومونو په باره کې هم په کې ښه مطالب خپريږی . تبصره او خبرونه هم په زړه پورې دي ،خو د مونږ او اوريدونکی پروګرام د امان الله عمران په غږ ډير ښکلی شوی او اوس خو د فخر خبره دا ده چې پښتنې خويندې هم پروګرام ته ليکونه درليږی . الله دی دا لړۍ همداسی دوامداره لری او هميشه دی د دوی په ليکونو پروګرام ښکلی اوسی !

د دې ترڅنګ ښاغلی سيد وارث حنيفی په خپل ليک کې په چين کې د افغانستان چارو کار پوه ښاغلی جانګ مين له خوا د يو ليکلی کتاب يادونه هم کړې چې نوم يی د افغانستان کلتور او ټولنه ده . ده په دې اړه ليکلي :

د ښاغلی جانګ مين له خوا ( د افغانستان کلتور او ټولنه ) کتاب ليکنې مې خوشالی يو په دوه کړه، ځکه چې چين هم اوس داسی ښاغلی ليکوال لری چې د افغانستان په اړه ګټور معلوماتی کتاب ليکلی شی . دا په اصل کې د چين او افغانستان د دوستۍ يوه لويه علامه ده خو بايد زه په تاسف سره ووايم چې کاش دا کتاب په پښتو ژبه ليکل شوی

وای ځکه محترم ليکوال جانګ مين په پښتو ژبه پوهيږی او بله د خوشالی خبره چې ښاغلی ليکوال په پښتو او دری ژبه زده کړه هم کړې ، په پښتو او دری ژبو هم روانې خبرې کولی شی .

اوس چې دغه کتاب په چينی ژبه چاپ شوی ډيره ښه خبره ده ځکه چې چينايی وروڼه به د افغانستان په باب معلومات تر لاسه کړی خو د چين نړيوالې راډيو له لاری ښاغلی ليکوال ته وايم که دغه کتاب د افغانستان کلتور او ټولنه پښتو ژبې ته ژباړی يو خوا ته به يی له کتاب څخه پښتانه هم ګټه واخلی او بله خوا به د چينی ادبياتو او پښتو ادبياتو ترمنځ دوستانه اړيکې هم پيل شی .

چې په دی سره به ډير کتابونه يو بل ژبې ته وژباړل شی . زه بيا هم ښاغلی ليکوال ته په ټينګار وايم چې دغه کتاب دی پښتو ته وژباړی .

ګرانه حنيفی وروره ! ستا دغه ليک ډير په زړه پوری دی او مونږ هم ورته ډيره پاملرنه کوو . د ښاغلی جانګ مين د کتاب په اړه ستا وړانديز ډير ښه دی خو ستونزې دا دي چې اوس ښاغلی جانګ مين د ډېرې بوختيا له امله وخت نه لری او د دغه کتاب له ليکلو وروسته د يوې مودې رخصتی ته اړتيا لری . خو مونږ به ستا سلام او وړانديز ښاغلی جانګ ته ورسوو .

اوس د چين او افغانستان ترمنځ هراړخيزې اړيکې د پرمختګ او پياوړتيا په حال کې دی . د دواړو هيوادونو ترمنځ تګ راتګ هم ورځ په ورځ زياتېږی . په افغانستان کې لازيات خلک چين او د چين مسئلو ته پاملرنه کوي او دغه راز په چين کې لازيات خلک هم افغانستان ته پام کوي . څو ورځې مخکې په بېجينګ کې د افغانستان د ځانګړو توکيو په اړه يو نندارتون ترسره شو چې د افغانستان وچې مېوې او کالی په کې نندارې ته وړاندې شول . په بېجينګ کې ګڼ شمير خکلو له نندارتون څخه ليدنه وکړه اوورسره يی ډيره مينه وښودله .

مونږ هېله لرو چې په راتلونکی کې به دغسی تګ راتګ نورهم زيات شی او ورسره د چين او افغانستان خلکو ترمنځ يو د بل پېژدنه هم پياوړی شی .