
د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍ کی به تاسو ته د چين د مشهوری سندرغاړی سونګ ځو ينګ له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری وړاندی کړو٠
سونګ ځو ينګ د ١٩٦٦ کال د چين په جنوب هو نان ولايت د مياو قوم په يو کليواله سيمه کې زيږيدلی او د چين د ځوانو سندرغاړو په ډله کې يوه ډېره نامتو سندرغاړې ده ٠
( سندره ١ )
ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د سونګ ځو ينګ له خوا ويل شوی يوه مشهوره ولسی سندره واوريده چې نوم يی وو ياسمين ګل . په دغه سندره کې له ياسمين ګل سره د وګړيو مينه او ستاينه څرګنديږی. سونګ ځو ينګ د چين د ولسی سندرو او د بهرنيو هېوادونو د سندرو ويلو هنر د څېړنی او د څو کلونو هنري تجربو له لاری يو ځانګړی سبک خپل کړيدی. اوس به مونږ په ګډه د چين په جنوب د هو بی ولايت يوه ولسی سندره واورو.
( سندره ٢ )
سونګ ځو ينګ څو ځله د چين په لويو ماښامي غونډو او مهمو فعاليتونو کې ګډون کړی، بر سيره پر دی يې څو ځله د چين له هنری پلاوي سره اروپايی،أسيايی او امريکايی هېوادونو ته هنري سفرونه کړي چې د بهرنيانو او په بهرنيو هېوادونو کې يې د چينايانو تود هرکلی تر لاسه کړيدي.
سونګ ځو ينګ په ٢٠٠٢ کال کې د استراليا د سدنی د اوپرا نندارې په سالون کې د ښې ورځ په نامه خپل ځانګړی کنسرټ ترسره کړی او د ٢٠٠٣ کال په نومبر کې يې د ويانا په طلايی سالون کې بله ځانګړی کنسرټ ورکړی چې ستر برياليتوبونه يی تر لاسه کړي٠
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د تبت پوم يوه خوندوره سندره واورو.
( سندره )
ګرانو اوريدونکو ، د خوندورې سندری په اورېدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږی .روغ او خوشحاله اوسئ!