<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-13 20:15:35    
دوهم درس

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی د چينی ژبې لوست پروګرام ته مو هرکلی کوم او نيکې هېلې مې هم ومنئ ! په تير لوست کې مو د سلام کولو په اړه ځينی لغتونه زده کړي دي خو د نننی درس د زده کړې نه مخی د تير لوست ځينو مهمو کلمو يا جملو ته يوه لنډه کتنه وکړو .

ته يا تاسو په چينی ژبه کې ( ني ) ويل کيږی او ستا يعنی ( ني ده ) . له ما سره يی تکرار کړئ : ( ني ) ( ني ) ( ني ) يعنی ته يا تاسو . ( ني ده ) ( ني ده ) ( ني ده ) يعنی ستا . نو زه او د دريېم سړی په چينی ژبه کې څرنګه ويل کېږي ؟ زه يعنی ( وو ) زه يعنی ( وو ) زه يعنی ( وو ) او دی يا ده يعنی ( تا ) دی يا ده يعنی ( تا ) . په چينی ژبه کې د ښځينه دی او د نرينه ده د تارفذ ترمنځ توپير نه شته خو ليک دود يی يو شان نه دی . ښځينه دی يعنی ( 她) او نرينه ده يعنی ( 他) .

ګرانو اوريدونکو ! د نوی ديالوک له اوريدلو مخکې تير لوست يو ځل بيا سره واورو :

你好!你是张辉吗?ني هاو ! ني شي جانګ هوی مه ؟

اسلام عليکم ! ته جانګ هوی يی ؟

你好!我是张辉。请问您是哪位?ني هاو ، وو شي جانګ هوی .چينګ ون ني شي ناوۍ ؟

عليکم اسلام ! زه جانګ هوی يم . تاسو څوک ياست ؟

我叫王小明。是单位派我来接你的。وو جياو وانګ شياو مينګ .شي دان وۍ پای وو لای جيې ني ده .

زما نوم وانګ شياو مينګ دی . زه د شرکت په استازيتوب ستا هرکلی کوم .

好的,谢谢你了。那我们走吧。هاو ده ، شيې شيې ني له . نا وو من زو با .

سمه ده ، مننه کوم . نو راځئ چې ځو .

ګرانو دوستانو ! ښاغلی وانګ شياو مينګ له جانګ هوی سره له کتلو وروسته يو هوټل ته ځی چې د بېجينګ ښار په مرکزی سيمه کې پروت دی . نو دوی د هوايی ډګر په دباندی يو تکسی واخلی . دغه نوی ديالوک چې مونږ به يی واورو ، د ښاغلی وانګ شياو مينګ او د تکسی چلوونکی ترمنځ ترسره کيږی . نو اوس دغه نوی ديالوک ته پام وکړئ :

师傅,你好!شي فو ، ني هاو !

السلام عليکم ! استاد صاحب

你好!请问你们去哪里?ني هاو ! چينګ ون ني من چيو نالی ؟

عليکم السلام ! تاسو چيرته ځی ؟

我们去北京饭店。وو من چيو بېجينګ فان ديان .

مونږ د بېجينګ هوټل ته ځو .

好的,没问题。هاو ده ، مۍ ون تی .

سمه ده ، هيڅ ستونزه نه شته .

ګرانو دوستانو ! تاسو ته معلومه شوه چې په چينی ژبه کې څرنګه سلام وکړی . ( ني هاو ) ( ني هاو ) . په تير لوست کې مو ( زه ، ته او دريېم کس ) زده کړی دی . خو جمع يی په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟

زه يعنی ( وو ) او مونږ يعنی ( وو من ) ( وو من ) ( وو من ) . ته يعنی ( ني ) او تاسو يعنی ( ني من ) ( ني من ) ( ني من ) . دغه راز دی يا ده يعنی ( تا ) او دوی يا هغوی يعنی

( تا من ) ( تا من ) ( تا من ) . اوس تاسو پوهيږی چې ( من ) د جمع معنی لری .

ددې ترڅنګ د بېجينګ هوتل په بېجينګ کې يو ډير مشهور هوټل دی چې پنځه سيوری درجه لری .

اوس مونږ دغه ديالوک يو ځل بيا واورو :

师傅,你好!شي فو ، ني هاو !

السلام عليکم ! استاد صاحب

你好!请问你们去哪里?ني هاو ! چينګ ون ني من چيو نالی ؟

عليکم السلام ! تاسو چيرته ځی ؟

我们去北京饭店。وو من چيو بېجينګ فان ديان .

مونږ د بېجينګ هوټل ته ځو .

好的,没问题。هاو ده ، مۍ ون تی .

سمه ده ، هيڅ ستونزه نه شته .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !