<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-14 16:52:12    
د بېجينګ نړيوال باغ

cri

نړيوال باغ د چين د بېجينګ په فنګ تای سيمه کې پروت دی چې د نړۍ د بېلا بېلو سيمو منظرې په کې ليدل کېږي. د ١٩٩٢ کال په اپريل کې د دغه باغ په جوړېدو پيل او د ١٩٩٣ کال په سپتمبر کې په رسمی توګه د خلکو پر مخ پرانيستل شو. پراخوالی يې شپږ څلويښت اعشاريه اووه هکتارو ته رسېږي او په کې د څه دپاسه څلويښتو هېوادونو څه باندی سل کوچنۍ شوي مشهورې منظره لرونکي سيمې تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه د مصر اهرام، د فرانسې د اېفېل اوسپنيز برج، د امريکا سپينه ماڼۍاو د استراليا په سيدنی کې د اوپرا تياتر.

دغه باغ د ختيځې، لويديځې او شمالی اروپا، شمالی او جنوبی امريکا، افريقا، اقيانوس، لويديځې، ختيځې او جنوبی اسيا په شمول په اوولسو سيمو ويشل کېږي او يو ډنډ دغه اوولس سيمې سره نښلوي. په باغ کې د ازادۍ په نامه ربه، د ډنمارک د ښکلې نجلۍ په شان کب، د وينوس ربه او موسيقی پوهانو چوپين او موزارت په شمول څه دباندی سل په زړه پوری مجسمې درول شوي دي.

بر سيره پر دې، په دغه باغ کې د ساعتېرۍ رنګا رنګ ځايونه هم شته، د بېلګې په توګه د ډوډۍ خوړلو، شيان اخيستلو او لوبې کولو لپاره يو نړيوال واټ او د نړيوالو دودونو يو کلی چې په کې د بېلا بېلو هېوادونو تاريخی او ولسی دودونه ليدل کېږي.

نړيوال باغ ته له ننوتلو وروسته د سيلانيانو په وړاندی يو ځانګړی ايتالوی باغ شته چې کيڼه خوا يې اسيايی سيمه ده. اسيايې سيمې ته له ننوتلو وروسته لومړی د جاپان امپراطوری ماڼۍ ليدل کېږي، وروسته د لوی ديوال، د مو ګاو کو غارونو او د ينګ په ولسوالۍ کې لرګين څلی په شمول د چين مشهورې ودانۍ، دغه راز د هند تاج محل، د ميانمر په پلازمېنه رانګون کې ستر طلايی څلی، د کموديا د انګورو معبد، د تايلند د امپراطوری ماڼۍ او داسی نور ودانۍ موجودې دي. د سيدنی د اوسپينيز پل له تېرېدو وروسته استراليايی سيمه تر سترګو کېږي چې په کې په نوي زيلاند کې موميايی کوډلۍ او د سيدنی د اوپرا تياتر ښودل شوي دي. په افريقايی سيمه کې سيلانيان د افريقايی قبيلی کليو او په مصر کې د سفنيکس مجسمې په شمول رنګا رنګ افريقايی مشهورې منظرې کتلی شي. د بوسپروس ابنا د لوی پل له لارې اروپايی سيمې ته ننوتلی شئ چې په کې د ايتاليا په پلازمېنه کې د کليوسيوم په نامه مشهور لرغونی سپورتی ډګر، د دغه هېواد په نابلی کې د پېڅه ښوېدنې څلی، په روسيه کې د سنت پيتر لويه کليسا، د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د بري ګښته او د اېفېل اوسپنيز څلی، د المان ستره کلا او د بريتانيا په لنډن کې ستر ساعت درول شوي دي. بر سيره پر دې، په امريکايی سيمه کې سيلانيان د امريکا د فضانوردۍ مرکز، د لينکن د يادونې موزيم، د واشنګټن يادونکی څلی، سپينه ماڼۍ او د ملی کانګرس د ودانۍ له کتلو څخه خوند اخيستلی شي.