<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-14 19:21:17    
چين د شنو معدنی چارو د پرمختګ لپاره کوشش کوي

cri
 معدنی سرچينې د طبيعی سرچينو يوه مهمه برخه ده او د بشری او ټولنې د پرمختګ يو مهم مادی بنسټ دی. د اقتصادي أبادۍ د چټک پرمختګ له امله د معدنی سرچينو په اړه بازاری اړتياوې زياتيږي ،خو د کانونو استخراجولو له امله رامنځته شوی ايکولوژيکی مسئلې هم ډېرې دی چې د معدنی اقتصاد پر پرمختګ يې منفی اغيزه کړې ده. نو دا په نړۍ کې د معدنی ټولنې ګډه نظريه ده چې شينه کانونه أباد شي. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته په چين کې د شنو معدنی چارو د پرمختګ په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

په وروستيو ورځو کې د نړيوالو معدنی چارو ٩ مه غونډه په بيجينګ کې پرانيستل شوه. د دېرشو هېوادونو او سيمو حکومتی چارواکيو او د معدنی، پولی، سوداګريزو او چارو دوه زره کارپوهانو په دغه غونډه کې ګډون وکړ او د علمی پرمختګ د علمی نظريې په أتکا سره يې د شنو معدنی چارو د پرمخبيولو په باب يې بحث وکړ. د چين د خاورو او سرچينو وزير شيو شاو شی په دغه غونډه کې وويل  چين به شين معدنی چارو ته چټکتيا ور کړي. د معدنی چارو د چټک پرمختګ له امله د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه، تصدۍ او ټولنی د سرچينو معقوله استخراجولو او کارولو او د چاپيريال ساتلو ته ډېره پاملرنه کوي.د شين معدنی چارو پرمختګ د خلکو ګډه نظريه ده.چين د پرمختګ د عملی نظريې په أتکا سره د سرچينو سپمولو او چاپيريال ساتلو پر بنسټيزې تګلارې ټينګار ته دوام ور کوي.

د شنو معدنی چارو د پرمختګ معنی دا ده چې د معدنی سرچينو د استخراجولو په بهير کې علمی لارې چارې وکارول شي او پر معدنی سيمو او شاوخوا چاپيريال اغيزه د خلکو د کنترول په چوکاټ کې وساتل شي. په همدی وخت کې د شنو معدنی چارو په پرمختګ کې بايد د ايکولوژيکی، اقتصادی او ټولنيزو ګټو تر لاسه کولو ته پاملرنه وشی.

د چين د معدنی چارو ټولنه يوه داسی موسسه ده چې موخه يې د چين د معدنی چارو پرمختګ دی.د دغې ټولنې مشر لی يوان وويل  زمونږ ټولنه د شنو معدنی چارو د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي. په وروستيو کلونو کې دغه ټولنې د سترو مسئلو په څېړنه لاس پوری کړی، حکومت ته يې د مهمو کانونود استخراج بنسټيزې اندازې په اړه معيار او د معدنی سرچينو په ساحه کې د دواملرونکی اقتصاد د ارزونې سيستم په اړه د څېړنې سندونه وړاندی کړي او د معدنی سرچينو سپمولو او عمومی کارونې په اړه يې د روزنې درسی مواد ليکلی دی.

د شنو معدنی چارو أبادی يو پيچلی پلان دی او ور څخه د يوې معدنی سيمې د استخراج او کارونې سويه او د دايمی پرمختګ امکانات او د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتلو توان څرګنديږي.د چين د شان شی ولايت د دا تونګ د سکرو ډلې شرکت په چين کې د سکرو تر ټولو لويه توليدی اډه ده چې د سکرو زيرمې اندازه يې نوی مليارډ ټنو ته رسيدلی ده. د ٢٠٠٦ کال په جولای کې دغه شرکت د سکرو يوه عصری توليدی اډه جوړه کړې چې نوم يی د تا شان د سکرو د دواملرونکی اقتصادی سيمه ده. دغه اډه له جوړولو وروسته د چين د معدنی ټولنې د پاملرنې وړ ده.د دغه شرکت د جيولوژيکی سروی څانګې مشر ليو سنګ وويل د

يوې لويې تصدۍ په توګه زمونږ شرکت د سرچينو استخراجولو په بهير کې د شنو معدنی چارو د پرمختګ د اړوندو اصولو مراعات کوي، د تاشان په نامه صنعتی سيمه د شنو معدنی چارو او دواملرونکی اقتصاد د پرمختګ لپاره يوه نمونه ده.

په همدی وخت کې په دغه برخه کې د چين د معدنی تصديو د کوششونو له امله د نړۍ د معدنی ټولنې ستاينه تر لاسه شوې ده.د نړيوال بانک په اړه د نړيوال پولی شرکت د معدنی چارو د پانګونې ادارې مشر ميلام بولمير وويل د نړيوال بانک ْډله له دی څخه ډېره خوښي څرګنده کړه چې د چين حکومت او معدنی تصدۍ په دی ښه پوه شول چې بايد د کانونو استخراجولو په بهير کې د چاپيريال ساتلو لپاره اړين تدبيرونه غوره شی.