<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-14 19:10:05    
د چين په شينجيانګ کی لوی اختر په جم وجوش سره تير شو

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د ٢٠٠٧ کال د دسمبر شلمه نېټه د چين د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو مسلمانانو په خوښۍ سره د خپل لوی اختر لمانځنه وکړه٠ نو د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته په دې هکله يو راپور وړاندی کړو٠

له لرغونی زمانې راهيسی، شينجيانګ د چين يوه داسی سيمه ده چې د بېلابېلو قومونو وګړی پکې په روغې جوړې سره ژوند کوی٠ددغې سيمې په ټولو اوسيدونکو کی د ويغور، قزاق، هوی، قرغز، ازبک ، تاجګ او تاتار قومونو د مسلمانانو شمير نيمه برخه نيسی چې څه دپاسه يوولس مليون تنو ته رسيږی٠ د لوی اختر له رارسيدو څخه مخکې د ټولو کورنيو ميرمنو ډير زيات خوندور خوراکونه چمتو کول٠ خو د کار او ژوند د ګامونو د چټکيدو له امله د کورنيو مخ په زياتيدونکې ميرمنې له مارکيټونو څخه خوراکونه اخلی٠ د ويغوری قوم ښځه هاجار ګل د وروموچی ښار په يو مارګيټ کې د خوراکونو د اخيستلو په بهير کی خبريال ته وويل :

مونږ اوس د اختر د لمانځنې په وخت کی دومره زيات بوخت نه يو، ځکه چې مارکيټونه زيات دي او ټول اړين توکي له مارکيټونو څخه اخيستلای شو او بيې يې هم ګرانې نه دي٠ پخوا مونږ د اختر لمانځنې لپاره پخپله خوراکونه پخول، خو اوس يې له مارکيټونو څخه اخلو ٠ څرنګه چې مونږ د خوراکونو له پخولو څخه أزادې شوې يو، نو په لا خوښۍ سره اختر تيرولای شوو٠ ٌ

د شينجيانګ په يو لوی نړيوال بازار کې د وچو مېوو پلورلو په سيمه کی د ويغوری قوم موسيقې او د سوداګرانو نارې په پر له پسی توګه اوريدل کيږي او د لوی اختر د لمانځنې د خوشحالۍ او خوښۍ فضا احساسيده ٠

ښاغلی رحيم جان د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې په مرکز وروموچی ښار کی د چی تای لو په نامه د مېوو د پلورنې په لوی بازار کې يو سوداګر دی٠ د لوی اختر له رارسيدو مخکې هغه د مېوو برابرولو لپاره کوششونه کول٠ ده وويل :

شل کلونه کيږی چې د مېوو معاملې کوم٠ پخوا په ژمي کې زمونږ په بازار کی د پلورل کيدونکو مېوو ډولونه کم وو، د تازه مېوو د ساتنې تکنولوژۍ د پرمختګ له امله اوس په ژمي کی هم زياتې مېوې اخيستل کيږی٠ د لوی اختر د لمانځنې لپاره ما له نورو ځايونو څخه د خوشبوی ناکو، زړه نه لرونکو انګورو او مڼو په شمول څو ډوله غوره مېوې راوړې ترڅو د ګڼ شمير وګړيو اړتياوې پوره شی٠ ٌ

د لوی اختر په ورځ کی د شينجيانګ د بېلا بېلو مسلمانو قومونو هره کورنۍ لږ تر لږه يو پسه حلال کړ او په ځنيو کورنيو کی يو غوايی يا يو اوښ هم حلال شو٠ مسلمانانو په جوماتونو کې د اختر له لمانځه وروسته غوښې او پلونو پخول تر څو د کورنۍ ميلمستيا او د ميلمنو د هرکلی په وخت کی وخوړل شی٠ ميرمن هاجار ګل وويل: ٌ زمونږ عادت دی چې پخې شوې خوندورې غوښې په لويو چينی بابو کی واچوو، کله چې ميلمانه راځی، کوربه د چاړې په وسيلې يوه ټوټه غوښه پرېکوی او تر ټولو لومړی يې له ميلمنو څخه يو محترم مشر ته وړاندی کوی ، ورپسی په وار سره نورو لويانو او ماشومانو ته غوښه وړاندی کوی٠ ٌ

په چين کی لوی اختر نه يوازی د مسلمانانو يو دوديز جشن دی ، بلکې د نورو

قومونو وګړي هم د دغه اختر په لمانځنه کی ګډون کوی٠ وويل کيږی چې لوی او کوچنی اخترونه د چين په شينجيانګ کی د بېلا بېلو قومونو د خلکو ګډ جشنونه دی او د نورو بېلا بېلو قومونو وګړي هم مسلمانانو ته توده مبارکی وايي٠

د لوی اختر لمانځنې په ورځو کی د شينجيانګ د مسلمانو کورنيو ټول غړي سره يو ځای راغونډيږي چې نارينه وو يې تنبوره غږوي، ښځې سندرې وايي او ماشومان نڅا کوی او په بېلا بېلو ځايونو کی له خوشحالۍ او خوښۍ څخه ډکې منظرې ليدل کيږی٠ نهه اويا کلن سپين ږيری عبدالناصر د خپل اوسنی نيکمرغه ژوند د يادونې په وخت کی وويل :

د کوچنيتوب په وخت کی زما لپاره د خوندورو خوراکونو خوړل د خوښۍ وړ خبره وه٠ ځکه چې په هغه وخت کی زمونږ ژوند ښه نه و ، پخوا ما د اوس په شان دومره زياتې غوښې او مېوې په خوب کی هم نه وې ليدلې٠ اوس مونږ نيکمرغه ژوند لرو چې هره کورنۍ پسه اخلی او حلالوی ٠ که د غوښو خوړل وغواړو، سمدلاسه يې اخيستلای شوو٠ ډير خوشحاله يم چې زما د کورنۍ ټول غړي سره راغونډيږی او اولادونه او لمسيان ما ته د اختر مبارکی وايی٠ ٌ

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو په شينجيانګ کی د لوی اختر د لمانځنې په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د چين په شينجيانګ کی د مسلمانانو شمير څو دي؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله !