<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-15 14:34:31    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری کار په اړه خبرونه

cri

د چين د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د داوطلبانو څانګې چارواکي د جنوری په اتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه: د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په اړه د ثبت شويو داوطلبانو شمير له اته لکه تنو څخه زيات شوی.

د دغې څانګې مشر ليو جيان څرګنده کړه: د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د خلکو د ګډون مينه وال د ثبت شويو داوطلبانو شمير د زياتوالی له نظره څرګند شوی دی. تر اوسه د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په اړه د ثبت شويو داوطلبانو شمير له اته لکه څخه زيات شوی چې دغه شمير له ريښتنې اړتيا څخه زيات شوی. اوس مهال د داوطلبانو د اتيا سلنې برخو صلاحيت منل شوی دی. په دغو داوطلبانو کې يوه برخه يې په ٢٠٠٧ کال کې د نيکمرغه بېجينګ په نامه په بېلا بېلو سيالو کې بريالی. بله برخه يې د موټر د چلونکيو په ګډون ځانګړی کارکوونکی دی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د شميرنې له مخې: د روان کال د جنوری تر پيل پورې، د چين د هانګ کانګ، مکاو او تايوان لخوا لس زره او څلور سوه او اوه اتيا تنه داوطلبانو خپل نومونه ثبت کړی دی. بر سيره پردې، په بهرنيو هېوادونو کې چينی اوسيدونکو او بهرنيو تابعيت لرونکو چينايانو او شپاړس زره او نهه سوه او يوويشت بهرنيانو هم خپل نومونه ثبت کړي دي.

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د چينګ داو ښاروالی مرستيال او د اولمپيک لوبو د بادي کشتۍ چلولو لوبې کميټې مرستيال ځانګ ای مين د جنوری په اومه نېټه څرګنده کړه: چينګ داو به د بېجينګ د ملګری ښار په توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بادي کشتۍ چلولو سيالی تر سره کړي، نو چينګ داو پلان لري چې د سمندر په غاړه کې د دغو سياليو لپاره ځانګړی پرانيستونکی مراسم تر سره کړي.

ځانګ ای مين وويل: دغه کميټه به د چينګ داو د ځانګړتيا د خپرولو لپاره د سمندر په غاړه کې د دغو سياليو پرانيستونکی مراسم تر سره کړي. دغه کميټه به د هوا د بدلون په اړه د يو لړ تکنولوژيو له لارې دغه پلان تامين کړي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بادي کشتۍ چلولو سيالی به د روان کال د اګيست له نهمې نېټې نه تر څليرويشتمې نېټې پورې د چينګ داو په اولمپيک مرکز کې تر سره شي او په کې به د سرو زرو يوولس مډالونه رامنځته شي.

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ د اولمپيک لوبو د باسکتبال سټيډيوم د جنوری په يوولسمه نېټه په کار لويدلی دی. د بېجينګ ښاروالی مرستيال او د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د پروژو قوماندان مشر چين ګانګ د دغه لوبغالی د په کار لويدلو د مراسمو مشرۍ کړې .

دغه سټېډيوم يو عصری او لوړ پوړی توان لرونکی سټېډيوم ګڼل کېږي. پراخوالی يی يو سل او اته شپيته زره مربع متره دی او په کې اتلس زره تنه څوکی شته.