<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-15 14:35:51    
د چين د اوبو پر سر د سکې وهلو لوبې لومړنی نړيواله چيني اتله چين لي لي

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د تېر کال په اکتوبر کې د اوبو پر سر د سکې وهلو چيني لوبغاړې چن لي لي د لومړی ځل لپاره واوريدل چې دا د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکې د نوم اندې په توګه ټاکل شوی ده . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د غوره لوبغاړې چن لي لي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړو.

کله چې چن لي لي د بيجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکې نوم اندې په توګه د هغې د ټاکل کېدو خبر واوريد ، د شيانګ يون په نامه د مشال په هکله هيڅ معلومات نه درلودل . اوس مهال چن لي لي په سی چوان ولايت کې د چونګ های د اوبو لوبو په ښوونځي کې د اوبو پر سر د سکي وهلو په روزنې بوخته ده. دې خبريال ته وويل:د تېر کال په لومړی نيمه کې سيالی ډېرې وې ، نو موږ د روان کال په دوهمه نيمه کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره نوي حرکتونه زده کوو چې د ٢٠٠٨ کال د يو شمير لوبو ته تياری ونيسو.

نجلۍ چين لي لي په ١٩٨٧ کال کې په شانګهای ښار کې زېږېدلې او د دوولس کلنۍ په عمر د شانګهای د اوبو په سر د سکی وهلو په لوبډله کې شامله شوه. په ٢٠٠٢ کال کې يی د سی چوان د شي چانګ د چونګ های په نامه د اوبو سپورتي لوبو په ښوونځی کې د اوبو پر سر د سکي وهلو په روزنې پيل وکړ. شي چانګ ښار د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی او د سمندر له سطحی څخه يو زر او پنځه

سوه متره لوړوالی لری چې طبيعی چاپيريال يې د لوبغاړو د روزنې له اړتياوو سره سمون خوري. نو د چونګ های سپورتي ښوونځی په چين کې د اوبو پر سر د لوبو په اړه يو مشهور سپورتي ښوونځی ګڼل کېږي. په دغه ښوونځي کې د روزنې له پيل يو کال وروسته چين لي لي د اوبو پر سر د سکی وهلو د هغو ډيرو مشکلو او سختو حرکتونو په زده کړې پيل وکړ چې د مرغانو د الوتنې په نامه يادېږي . چين لي لي خبريال ته وويل : که د موټور لرونکې بيړۍ په کشولو سره ټاکلي حرکتونه تر سره نه شي، ژر به پر اوبو کې ولويږو او ډېر خوږيږي لکه سمنټي ځمکې ته چې وغورځيږي.

خو چين لي لي د دغه حرکت د خپلولو لپاره څو مياشتنې روزنې ته دوام وکړ او د خپلو کوششونو له برکته يې د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر کې په سينګاپور کې د اوبو پر سر د سکی وهلو په نړيوالی اتلولۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې په هغه وخت کې يې عمر يوازی اوه لس کاله و. دغه مډال په دغې لوبې کې د چين په تاريخ کې ډېره ښه پايله وه. د ٢٠٠٥ کال په جولای کې چين لي لي په المان کې په يوه بله نړيواله سيالی کې هم د سرو زرو مډال لاس ته راوړ. شي چانګ ښار د چين لي لي له ټاټوبی څخه ډير ليری دی، نو له خپل پلار او مور سره د هميشنۍ کتنې شونتيا يې هم نشته . خو چين لي لي وويل: څرنګه چې زه له دغې لوبې سره ډيره مينه لرم، نو له ستړتيا او ستونزو څخه نه وېريږم او غواړم چې د دغې لوبې د خپرولو لپاره هڅې وکړم.

چين لي لي وويل اوس مهال دغه لوبه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې شامله نه ده . خو د سپورتي لوبو روحيه يې يو شان ده. که څه هم د اروپا او امريکا په ګډون زياتو سيمو کې دغه لوبه مروجه ده . خو په چين کې يوازی لږ وګړی په دغه لوبه کې برخه اخلي. که دا د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکې په توګه وټاکل شي، د دغه فرصت په غنيمت سره به د دغې لوبې د خپرولو لپاره هڅې وکړي. هغې زياته کړه

چې د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکې د نوم اندې په توګه د دې ټاکنه د نوموړې د کوښښ يو

ډول ستاينه ده، نو دا به د لا زياتو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره هاند او کوشش وکړي. دې وويل: زه به په راتلونکې روزنې کې لا کوښښ وکړم څو چې لا ښې پايلې تر لاسه کړم.

اوس مهال زموږ ژمنی روزنه پيل شوېده. روزونکی لوبغاړيو ته يو شمير لوړ پوړی حرکتونه ټاکلي دي . چين لي لي به له خپلو ملګرو سره يو ځاي په سختې روزنې کې ستونزو ته د ماتې ورکولو په هکله د اولمپيک روحيه ترسيم کړي