<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-15 17:43:37    
د چين په سی چوان ولايت کې د کرنې د معياری کيدو لپاره کوشش شوی دی

cri

اوس مهال په چين کې د کرهڼيزو توليداتو د کيفيت امنيت د ټولنې د پاملرنې وړ مسئله ده،نو څنګه کولای شو چې د کرهڼيزو توليداتو کيفيت تامين کړو؟ د کرنې د توليدی بهير معياری کيدل د کرنې د پرمختګ يوه لازمه لار ده.د چين د سی چوان ولايت د کرنې د معياری کيدو په برخه کې د نورو ولايتونو په مخکی دی.

د دغه ولايت د له شان ښار په مرکز کې د پياز کرلو لپاره يوه اډه موجوده ده چې مساحت يې لس هکتاره دی او د خوړو د چمتو کولو لپاره له يوې صادراتی تصدۍ سره تړاو لري. د خبر له مخې دلته د کرنې د معياری کيدو اداري بڼه پلی کيږي.د دغې اډې مسئول جو ځی وو وويل د دغې اډې توليد په جدی توګه د دغې تصدۍ له غوښتنې سره سم تر سره کيږي.هغه زياته کړه چی دوی د دغې تصدۍ له غوښتنې سره سم کيمياوی سره کاروي، د حشراتو د رامنځته کيدو په صورت کې دوی دغې تصدۍ ته اړوند معلومات وړاندی کوي چې ځانګړي کارکوونکي به د اړوند توليدی حالت پلټنه وکړي او کرهڼيز درملونه وکاروي.

د دغه ښار د کرنې ادارې مشر جانګ چانګ وويل په دغه اډه کې د معياری کيدو د اداري بڼې د غوره کولو لامل دا دی چې پخوا له زاړه معيار سره سم په توليد شويو توليداتو کې ځينی مسئلې رامنځته شوې وې.زمونږ توليداتو چې د جاپان له معيار سره سمون نه درلود،تصدۍ ته دری مليون يوانه اقتصادی زيانونه رسولی و او په همدی وخت کې جاپان هم د اړوند جبران غوښتنه د چين د سوداګرۍ وزارت ته وړاندی کړې وه چې له امله يې نژدی لس مليون يوانه زيانونه رامنځته شول.

نو د زيانونو کمولو لپاره بايد د کرنې په توليد کې د معياری کيدو سويه لوړه شی.د دغه حالت په وړاندی د دغه ښار د مرکزی سيمې ادارې هغه بڼه وړاندی کړې چې د تصدۍ او بزګرانو ترمنځ اړيکی ټينګې شی او اړوند چارواکي د کرنې د توليدی بهير معياری کړي. دغه اډه هر کال د کرايې په توګه له بزګرانو څخه ځمکه اخلي او بزګران استخداموي چې ورځنی معاش يې له ١٨ څخه تر ٣٠ يوانو پوری رسيږي. له دی لارې نه يوازی بزګران د دغی تصدۍ کارکوونکی ګرځيدلی بلکې عايدات يی هم تامين شوی او توليدی ستونزې يې کمې شوې دي.

د له شان ښار دغه اډه د شی چوان ولايت د کرنې د معياری کيدو يوه نمونوی نښه ده. دغه ولايت د ٢٠٠٥ کال له پيل څخه د کرنې په معياری کيدو لاس پوری کړی چې له امله يی تر اوسه پوری د بېلا بېلو څانګو له خوا منل شوی ٨٠ اډې جوړې شوي چې مساحت يې د دغه ولايت د کرهڼيزو ځمکو د عمومی مساحت په سلو کې ٣٠ برخه نيولې ده.دغه ولايت به په نژدی راتلونکی کې د کرنې د معياری کيدو په کارونو کې د اړوندې څارنې او پلټنې سيستم بشپړ کړي او د بزګرانو لپاره به پوهڼيزه روزنه پياوړی کړي چې د کرهڼيزو توليداتو کيفيت تامين شی.