د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د هوا پېژندې ادارې اړوند چارواکي د جنوری په پنځلسمه نېټه اعلان وکړ چې د فنګ يون په نامه د دوهم لمبر د سي ډول سپوږمکۍ د کارولو وخت درېيو کلونو ته رسيدلی چې له طرح شوی وخت سره برابر دی. اوس د دغې سپوږمکۍ کارول په ثابت حال کی دی. له دې څخه څرګندېږی چی د چين د هوا پېژندنې سپوږمکۍ کيفيت او عمر نوي پړاو ته رسيدلی دی.
دغې سپوږمکۍ چې د ٢٠٠٥ کال په جنوری کی په کار پيل کړی، په ارام سمندر کې د توپان د رامنځته کېدو سمه څارنه کوی او سخت باران، لړې او د ځنګلونو د اور وړاندوينه هم کوی.
پر دې سربيره، دغې سپوږمکۍ د چين د شن جو فضايی بيړۍ او د چانګ عه په نامه د لومړی لمبر سپوږمکۍ د توغولو او کارولو لپاره د فضايی چاپېريال په اړه سم معلومات وړاندی کړل.