<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-16 09:56:05    
امريکا افغانستان ته د زياتو سرتيريو لېږلو اعلان وکړ.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د جنورۍ په پنځلسمه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ به د روان کال په پسرلی کې افغانستان ته بيا دری زره او دوه سوه سرتېري وروليږي چې له مخې به يې له وسله والو کسانو سره د مبارزې لپاره له نړيوالو مرستندويه امنيتی ځواکونو او د افغانستان له ملی پوځ سره مرسته وکړي.

ولسمشر جورج بوش په همدې ورځ د دفاع وزير روبيرت ګېټس وړانديز ومانه او افغانستان ته يې د زياتو سرتيريو ليږلو حکم ورکړ. وروسته د دغه هېواد دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه دغه عمل به د افغانستان د ملی پوځ د تمرين او د نړيوال مرستندويه امنيتی ځواکونو له خوا د زياتو برياليتوبونه تر لاسه کولو لپاره ګټور وی.

د امريکا د خبري رسنيو په وينا دغه عمل نه يوازی د روان کال په پسرلی کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د بيا پيل په اړه د امريکا د انديښنې څرګندوي، بلکې دا هم څرګندوي چې د بوش په مشرۍ د امريکا حکومت افغانستان ته د زياتو سرتېريو د لېږلو په اړه په ناتو کې خپل نور ملګري هېوادونه نه دي قانع کړي.