<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-16 20:57:24    
تاسی هم د ځمکې د تودوخې د مخنيوي لپاره خپل خدمتونه ترسره کولی شی

cri

هر تن د ځمکې د تودوخې مخنيوي لپاره خدمت کولی شی ؟ ځواب يی هو دی. ته هم د کارپوهانو او سوداګرانو او حکومتي چارواکيوسره يو ځاي د کاربن داي اکسايد د خپراوي اندازې د کمولو لپاره اړين کوشش کولی شی . لاندينی ګټور وړانديزونه په ژوند کې عملی کيدونکي دي.

د شينه کور پلان : په کور کې د انرژۍ کارونه د شنو خونو د ګازونو د خپراوي له اندازې څخه زياته برخه نيسی ، خو د ساده تدبير په غوره کولو سره ستاسی د انرژۍ کارولو بيه ټيټيدای شی. د بېلګې په توکه د دروازو او کړکيودرزونه په ښه توګه وتړل شی څو چې د کوټې د تودوخې ، هوا او لندوالی ورکوالی تر کنترول لاندی راشی. کيدای شی چې د لمر انرژۍ ، باد او يا تر ځمکې لاندي د تودوخې په وسيلې بريښنا توليد شی .

د څراغونو بدلون : په کور کې د انرژۍ د کمښت ډير ښه شی وړوکی مهتايی څراغ دی چې نرخ يی يوازی له معمولی څراغ څخه درې يا پنځه چنده ګران دی ، خو د بريښنا لګښت يی درې پر څلورمه برخه سپمولی شی. دغه راز د کارولو وخت به يی هم څو کاله اوږد وی . د ښار په عامو ځايونو او د واټ په دواړو غاړو کې د داسی ډول مهتايی څراغونو استعمال هم د انرژۍ او لګښت د کمولو ښه لار ده . دغه ډول څراغ چې سپين وړانګی ځليږي ، د نرخ له پلوه د سديم څراغ په پرتله دوه درې چنده ګران دی ، خو په سلو کې څلويښت بريښنا سپمولی شی او د پنځو کالو لپاره استعماليږي ، خو د سديم څراغ يوازی اتلس مياشتی استعماليدای شی.

د زړو جامو نوښت : د جامو ګڼدلو يوه تصدی د زړو وړينو جاکټونو په راغونډولو

بوخته ده چې د زړو وړينو جاکټونو په ويلی کولو سره نوی فايبرونه توليدوي چې نوی وړين جاکټونه ګڼدوي . د يوې شميرنې له مخې د دغې طريقې له لارې په سلو کې شپږ اويا انرژۍ سپميږي او په سلو کې يو اويا د شنو خونو ګازونه کميږي. ځيني جامې د نفتي توليداتو لخوا جوړيږي . په نړۍ کې د پنبې کرلو ځمکې له ټولو کرنيزو ځمکو څخه يوازی درې سلنه برخه نيسی ، خو د خزندو پر شد شيندل شوي کيمياوي درملونه له ټولو کيمياوي درملو څخه پنځه ويشت سلنه برخه نيسی . له خپلو ملګرو سره د زړو جامو تبديل يوه ښه لار ده چې دا د چاپيريال لپاره ګټوره ده.

پلاستيکي کڅوړې :هر کال په ټوله نړۍ کې پنځه سوه ميليارده پلاستيکي کڅوړې

استعماليږي چې يوازی په سلو کې درې بيرته لاس ته راځي . دغه پلاستيکي کڅوړې د پولي اتلن لخوا جوړيږي او تر ځمکې لاندی زر کاله حليږي.د ټوکري کڅوړې او يا هغې کڅوړې استعمال چاپيريال ته د پلاستيکي کڅوړې د ککړتيا کمولو ښه طريقه ده چې د نباتي توکيو لخوا جوړيږي.

کاغذ:هر کال نهه سوه مليونه ونې د کاغذ توليدولو لپاره کارول کيږي . موږ بايد هغه کاغذونه وکاروو چې له استعمال شويو کاغذونو څخه جوړيږي ځکه چې د يو ټن داسی کاغذ توليد د ونو په وسيله د توليد شوي کاغذ په پرتله په سلو کې شپيته انرژۍ سپمولی شو ، په بله ژبه د يو ټن داسي کاغذ اخيستنه څلور زره او څلور سوه کيلوواټه ساعت بريښنا ، ديرش زره ليتره اوبه او نولس ونې سپميږي . يوه ونه د په هوا کې د اوه ويشت کيلوګرامو په وزن ککړ شيان تصفيه کوی .

د بانکسو کرل : بانکس يو ډول ښه ښاختمانی مواد دی او د ودې سرعت يی ډير چټک دی ( هره ورځ ديرش ساتني متره جګيږي) بانکس د کاربن داي اکسايد د

جذبولو رول لری.

د مستقيم خط سره سم الوتنه :تير کال د نړيوال هوايي ترانسپورت ټولنې پرېکړه وکړه چې له چين څخه تر اروپا پوري د الوتنې وخت د ديرشو دقيقو د کمښت لپاره يوه لا مستقيمه کرښه وټاکی چې له امله به هر کال د څلور اتيا زره او اته سوه ټنو کاربن داي اکسايد د خپراوي اندازه کمه شی.برسيره پردې د الوتکې د ناڅاپه کښته کيدنه د سوانګ موادو د سپمولو لامل دی .

د شيانوبست بندی: د شيانو د بست بندي ساده کيدنه هم د کاربن داي اکسايد د خپراوي اندازې د کمښت سبب دی.

د موټر په ټير کې د مناسبې هوا ساتنه ، په انترنيټ کې د پيسو ادا کونه او داسی نور ټول د کاربن دای اکسايد د خپراوي اندازې د کمښت لپاره ګټور دي.