<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-16 17:52:20    
د ٢٠٠٧ کال لپاره د بېجينګ په بېلا بېلو پوهنتونو کې د بهرنيو زده کوونکو له خوا د چينی سندرو ويلو سيالی تر سره شوه.

cri

د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د بېجينګ په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د بهرنيو زده کوونکو له خوا د چينی سندرو ويلو سيالی پيل شوه او د کوريا جمهوريت، روسيې، ماليزيا، امريکا او اندونيزيا په شمول له پنځه ديرشو هېوادونو نژدی دوه سوه تنه بهرنيو زده کوونکو په کې ګډون وکړ چې شپاړلس تنو يې د پای په سيالۍ کې د ګډون وياړ تر لاسه کړ .

څو اوونۍ مخکې د دغې لړۍ د پای سيالي په بېجينګ کې د چين د قومی پوهنتون د موسيقی په تالار کې تر سره شوه. د زياتو زده کوونکو له خوا د ويل شويو سندرو ترمنځ نه يوازی د چين قومی سندرې، بلکې مروجې سندرې هم شاملې وې. د کوريا جمهوريت زده کوونکي نو هسيونګ وو په پاي سيالۍ کې د چين يوه مروجه سندره وويله او د نندارچيانو ستاينه يې تر لاسه کړه. ده وويل چې زه د چين له کلتور سره د علاقې لرلو له امله د چيني ژبې او کلتور د زده کړې لپاره دغه هېواد ته راغلی يم.

که څه هم نوموړی درې مياشتې مخکې تازه چين ته راغلی، خو د چين ژوند د ده ډېر خوښيږي. ده هيله څرګنده کړه چې په دغه سيالۍ کې د ګډون له لارې د خپلې چينی ژبې سويه لوړه کړي.

د بېجينګ ښار د لوړو زده کړو ټولنې چارواکي هه شيانګ مينګ چې د دغې سيالۍ له زياتو ترتيبونکو څخه يو و ، وويل زياتره بهرنۍ زده کوونکي په چين کې نه يوازی چينی ژبه، بلکې د علمی معلوماتو او چينی کلتور زده کړه هم کوي. دوی د چين له کلتور سره ډيره مينه لري او چينی سندرې يې هم ډېرې خوښيږي. په دغه سيالۍ کې د ګډون له لارې دوی نه يوازی خپل منځی تګ راتګ زيات کړی، بلکې د چينی کلتورونو په اړه يې زيات معلومات هم تر لاسه کړي دي.

د دغې سيالۍ په پای کې د ويتنام په شمول له څو هېوادونو څخه څلور تنه بهرنيو زده کوونکو د لومړی درجې جايزې تر لاسه کړې. د چين د قومی پوهنتون د موسيقۍ څانګې مشر پروفيسر منګ شين يانګ د دغې سيالۍ د جايزې اخيستونکو د غواروي کمېټې غړی و. ده وويل د ګډون کوونکو سويه ډېره ښه ده. نو زمونږ لپاره ډېر ستونزمن دی چې جايزه اخيستونکي غوره کړو. دغه بهرني زده کوونکي نه يوازی په چينی ژبه ښه پوهېږي، بلکې د چينی کلتور په اړه هم زيات معلومات لري. دوی د خپلو ويل شويو چينی سندرو په شعرونو ښه پوهيږی.

د بېجينګ د لوړو زده کړو ټولنې د چارواکي هه شيانګ مين په وينا، دغه ټولنه هر کال په بېجينګ کې د بهرنيو زده کوونکو لپاره يوه ستره سيالي تر سره کوي چې د چينی سندرو او نڅاوو سيالۍ يې وتلې بېلګه ګڼل کېږي.