<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-16 20:04:08    
د جنوبی اسيا د توليداتو په نندارتون کې د افغانستان ځانګړی توليدات

cri

ګرانو دوستانو، په دی وروستيو ورځو کې د جنوبی اسيا د توليداتو نندارتون د چين په بېجينګ کې تر سره شو او افغانستان د يو بلل شوی هېواد په توګه پکې ګډون وکړ٠ دا لومړی ځل و چې د افغانستان توليدات د چين په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي او د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ ګرځيدلی دي٠ په دی وروستيو کلونو کې د چين او جنوبی اسيا هېوادونو ترمنځ اقتصادی او سوداګريزی همکارۍ چټک پرمختګ کړی او نوموړی نندارتون د جنوبی اسيا د بېلا بېلو هېوادونو د توليداتو د صادراتو د زياتوالی لپاره په بېجينګ کې تر سره شو٠ د چين او افغانستان د سوداګريزو چارو وزارتونو او په چين کې د افغانستان د لوی سفارت د ملاتړ له امله د افغانستان څو تصديو په دغه نندارتون کې برخه اخيستی وه او خپل ځانګړی توليدات يی ننداری ته وړاندی کړی چې د زيات شمېر چينايانو پاملرنه يی ورجلب کړې وه٠

په چين کې د افغانستان د لوی سفارت لومړی سکريتر ښاغلی رحيم الله رحيمی خبريال ته وويل تقريبأ موږ لس دوولس غرفې لری چې دوه دری غرفی دی د غاليو دی٠ يو دوه غرفی د لاسی صنايعو او ګنډولو او ګلدوزی دی او بله د ميوو او طبی بوټی دی٠دغه شان د مرمر او معدنی ډبرو څخه جوړ شوی وړی وړی لاسی صنايعی شيان دی٠ مثلا له زرو نه ګوتی او لښتی دی٠ يعنی زياتره افغانی معشولات په لس يا دوولس اوطاقو کې نمايش کوو٠

دغه نندارتون په بېجينګ د چين د نړيوال نندارتون په مرکز کې تر سره شو او پراخوالی يی ٥٥ سوه مربع متره دی ٠ په نندارتون کې د برخه والو تصديو لپاره د اوبو او بريښنا لګښت وړيا دی چې دوی ته يی اسانتياوې برابرې کړيدي٠ د چين يو اخيستونکی وويل ما له اوږدې مودې مخکې د افغانستان د قيمتي ډبرو او په لاس جوړ شويو توليداتو ته زيات پاملرنه درلوده او نن ډېر خوشحاله يم چې په چين کې نوموړی شيان اخلم٠

له افغانستان څخه راغلی سوداګرې عايشه وويل موږ د چين د سوداګرۍ وزرات په بلنه موږ دلته د خپلی سوداګرۍ د پرمختګ په موخه چين ته راغلی يو چې عمده موخه مو د افغانستان د لاسی صنايعو پرمختګ او پياوړتيا ده٠ موږ افغانی ملي جامې ، د ميزونو د سر پر دی چې ګلد وزی شوی وړين کوټونه ، قيمتی ډبرې لکه لاجورد، يا قوت بيروچ او داسی نور دلته راوړی چې ښه بازار لری او زيات کسان يی اخلی٠

د افغاني غاليو يو دکاندار وويل موږ غواړو چې افغاني غالۍ په چين کې نړيوالو ته وښيو او د چين او افغانستان سوداګرۍ لا سره نژدې کړو٠ اوس زموږ دولت دې کارونو ته زياته پاملرنه کوي٠ په همدی ډول غواړو چې په نورو هېوادونو کې هم نندارتونونه جوړ او يا هم ګډون پکې وکړو٠ ځکه پدی وروستيو څو کلونو کې د افغانستان د غاليو په برخه کې زيات نوښتو نه رامنځته شوی دی ٠ چينايان هم له افغاني غاليو سره زياته مينه ښيي٠ دا زما لمړی ځل دی چې په چين کې په يو جوړ شوی نندارتون کې ګډون کوم او د چينايانو له خوا زموږ سره ډېر ښه چلند شوی دی٠ موږ د چين له دولت څخه ډېره مننه او د هغه ستاينه کوو چې موږ ته يی لازمې أسانتياوې برابرې کړی دی ٠

دغه نندارتون د چين او جنوبی اسيايی هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او سوداګريزو همکاری لپاره مهم رول لری چې د چين او افغانستان ترمنځ د اقتصادی او کلتوری اړيکيو د پرمختګ لپاره يی هم ښه فرصتونه برابر کړيدي٠

په چين کې د افغانستان د لوی سفارت لومړی سکريتر ښاغلی رحيم الله رحيمی وويل واقعأ دغه لاسي صنايع هم د ګډون کوونکو هېوادونو د فرهنګ او کلتور د معرفي کولو په برخه کې خپلې اغيزی لری٠ دا د کلتور او فرهنګ يو اړخ او هم يوه برخه ده چې کوم لاسي صنايع په افغانستان کې مروج دي او يا په جنوبي اسيا او چين کې څه شی مروج دي٠ که يو له بل سره تبادله او تحويل شی ، د افغانستان وګړي به له دغو ښيګڼو څخه ګټې واخلي٠

د افغانستان سوداګر محمد وويل دا د ډېری خوشحالۍ ځای دی چې د لومړي ځل لپاره مې په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی٠ موږ شل غرفې نيولي دي٠ شل غرفو کې موږ خپلې وچې او لندې ميوې او لاسي صنايع نندارې ته وړاندی کړی٠ هيله لرم چې له دې لارې افغانستان چين ته معرفي کرم، خپل سوداګران له چينايی سوداګرانو سره معرفي کوم، يو له بل سره پيژنو٠ موږ له دی سره مينه لرو چې د افغانستان صادرات زيات شي او چين ډېر واردات ولری٠ نو غواړو چې سوداګريزې اړيکي لاپسی ښې شي، خو اساسي موخه مو دا ده چې ددی نندارتون له لاری زموږ ګډون د افغانستان وګړيو ته هم ګټو رولی چې افغانان بيرته په خپلو پښو ودريږي او ددی ظرفيت ولري چې راشي او په نندارتون کې ګډون وکړي او خپلي غرفې ډکې کړي اوس مهال تاسې وګوري چې د ټولو غرفو نه د افغانستان د غرفو ښکلا زياته ده او د نندارچيانو توجه هم ورته زياته ده٠ نو زموږ هيله دا ده چې د نندارتونونو له لاری افغانستان خلکو ته وروپيژنو، د افغانستان د صادراتي اقلامو لپاره سوداګران راجذب کړو٠

دری ورځنی نندارتون زيات شمېر چينايی لګونکی ورجلب کړی و او دوی د افغانستان او جنوبی اسيا هېوادونو له ځانګړيو توليداتو سره ښه بلديت درلود چې د چين او جنوبی اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ د برابری پرمختګ لپاره يی ستر رول لوبولی دی٠