<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-17 20:01:52    
په نړۍ کې لومړی لوی سمندر

cri

ټولو ته معلومه ده چې د سمندر اوبه مالګينی دی او د مالګی انډول يی په منځنی ډول په سلو کې پنځه ديرش دی، خو د اروپا د بالتيک سمندر په اوبو کې د مالګی انډول ډېر ټيټ دی، د دغه سمندر په منځ کې د مالګی ميزان له شپږ څخه تر اته په سلو کې پوری او په شمال او ختيځ کې دغه کچه يوازی په سلو کې دوه ده چې د خوږو اوبو سره تقريبأ برابر دی. بالتيک سمندر د اروپا په شمال کې د اسکانديناويا د ټاپوګانو په منځ کې پروت دی او شاوخوا يی نژدی ټوله په ځمکو چاپيره شويده او يوازی په لويديځ کې دری تنګی او لږ ژوری تنګی له اقيانوس سره تړی، له دی امله چې بالتيک سمندر له بهرنی سمندر سره جلا کيږی، نو مالګينی سمندری اوبه بالتيک سمندر ته کمی تويږی.

له شاوخوا دوه سوو پنځوسو لويو او کوچنيو سيندونو څخه هر کال څلور سوه اوه اويا مکعب کيلو مترو اوبه بالتيک سمندر ته لويږی. پر دی بر سيره په شمالی اروپا کې هوا سړه او لنده ده او اوبه کمی تبخيروی، نو په اوبو کې د مالګی د شامليدو کچه ډېره ټيټه ده . په اوبو کې د مالګی د کموالی له امله د بالتيک سمندر اوبه کم شين رنګ لری او په خليج کې اوبه ژيړی دی، يوازی په منځنی برخه کې اوبه په صافه هوا کې لږ څه أبی رنګه ښکاری . د ژمی په فصل کې په بالتيک سمندر کې اوبه کنګل کيږی او له دی امله د سمندری ترانسپورټ لپاره ستونزی رامنځته کوی، دغه راز په اوبو کې د مالګی د کمښت د له کبله د سمندر پيدا وارو ډولونه هم کم شويدی.

سمندرونه عمومأ ډېر ژوری دی، خو دغه سمندر هم شته چې دومره ژورندی او هغه تور سمندر ته نژدی ازوف سمندر دی. دغه سمندر د روسيی په جنوب لويديځ کې پروت دی او اته ديرش زره اته سوه څلويښت مربع کيلو متره پراخوالی لری، منځنی ژوروالی يی يوازی شپږ اعشاريه شپږ متره او لږ ژوروالی يی هم يوازی څوارلس متره دی. د دغه

سمندر د اوبو اندازه دوه سوه شپږ پنځوس مکعب کيلو متره دی او د ډېری لوی مرجانی سمندر څخه يوازی يو په پنځه څلويښت زره برخه نيسی. د تېری پيړۍ له پنځمی لسيزی څخه وړاندی هر کال ازوف سمندر ته د پنځوسو مکعب کيلو مترو په اندازه خوږی اوبه داخليږی، نو له دی امله په سمندر کې دکبانو د ودی لپاره ښه زمينه برابره وه او دغه ځای په روسيه کې د کب نيولو ډېر ښه ځای و. خو وروسته د اوبو د زياتو مخزنونو د جوړيدو او د صنعت د پرمختګ لپاره د زياتو اوبو د استعمالو له امله ازوف سمندر ته د خوږو اوبو د رسيدو اندازه نيمه برخه کمه شوی چې په پايله کې يی د هغه هېواد د کب نيولو چاری د تباهی سرحد ته رسيدلی.