<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-17 17:53:32    
په ظاهره قوی په باطن ضعيف.

cri

وايی چې اوه سوه کاله د ميلاد مخکې د جن او چينګ د دوو ملکونو ترمنځ جګړه وشوه. د جن پاچا په جګړه کې شکست وخوړ، نو ډېر په قهر شو. خو د خپلې ماتې په علت هېڅ نه پوه شو. يوه ورځ يو مامور پاچا ته وويل چې د ماتی خوړلو علت مو دا دی چې زموږ أسان ضعيف دی. که تاسی د دغه أس په سپرلۍ جنګ وکړئ، خامخا شکست وخورئ. که غواړئ دښمن ته ماتی ورکړئ، بايد أسان مو تبديل کړئ. پاچا سمدستی د ده وړانديز ومانه او له نورو ملکونو څخه يې يو شمېر تکړه أسان واخيستل. کله چې د جن پاچا دغه تکړه او قوی أسان وليدل، ډېر خوشحاله شو. هغه په داسی حال کې چې د يو أس په سپرلي دوه واره د ميدان په شاوخوا وګرزېد، خپلو جنرالاانو ته يې وويل تاسو په نظري دغه أس ښه دی که نه؟ جنرالاانو په يوه اواز ځواب ورکړ چې ډېر ښه دی. پاچا ډېر خوشحاله شو. مګر وزير چين جن د ده مخې ته ورغی او و يی ويل موږ بايد د خپل هېواد د أسانو په ذريعه له دښمن سره جنګېږو، ځکه چې زموږ أسان په لار ښه پېژني او د خپل خاوند د هدايت سره سم حرکت کوی. که موږ د خارجی اسانو څخه په استفادې سره جنګ وکړو، کله چې ناڅاپه پېښه راپيدا شي، د دغو اسانو ساه به لنډه شي او خپل طاقت به يې له لاسه ورکړی شي، ځکه چې دا أسان په ظاهره ډېر قوی دي، خو په باطن ډېر ضعيف. هغه وخت به تاسی ته ډېر زيات مشکلات او تکليفونه پيدا شي. چې نه به مخکې تلی شي او نه به شا ته. پاچا د وزير چين جن وړانديز و نه مانه او وروسته د چينګ له پوځونو سره د جګړې په ترڅ کې يې لا هم خارجی أسان استعمال کړل او يسو وار بيا يې شکست وخوړ. دغه متل منفی معنی لري، لکه پښتو متل دی چې وايی بام يې لوړ او کور يې ډنګر.