<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-17 20:15:53    
د ړونګ شيانګ لرغونې علاقه دارۍ ته سفر

cri

ګرانو او محترمو اورېدونکو، السلام عليکم! چين ته د سفر ننني پروګرام ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين د يانګځه سيند په دلتا سيمه کې وو شی ښار لرغونی تاريخ لري. په دغه ښار کې د ړونګ شيانګ په شمول يو شمېر لرغونې علاقه دارۍ ليدل کېږي چې نژدی شپږ سوه کلن تاريخ لري. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته د جيانګ سو ولايت د وو شي ښار ړونګ شيانګ لرغونې علاقه داری دروپېژنو.

ړونګ شيانګ لرغونی علاقه داري د وو شي ښار په لويديځ بينګ هو سيمه کې پرته ده چې د چين په نژدی زمانه کې د زيات شمېر ملی صنعت ګرانو او سوداګرانو ټاټوبی دی. دغه علاقه داری پخوا د ړونګ له دبرنۍ، پورته، منځنۍ او کښتې برخې له دريو طبيعی کليو څخه جوړه شوې وه. د جيانګ نان پوهنتون د ړونګ کورنۍ د څېړنيز مرکز پخواني مشر پرفيسر چن ون يوان وويل

لومړی ړونګ کورنی له هو بی ولايت څخه نان جينګ ښار ته ولېږدېدله، وروسته د مينګ امپراتوري لړۍ د پنځلسمې پېړۍ په پيل کې وو شي ښار ته ورغله. ښاغلی ړونګ چينګ د خپل عمر په د نژدی اتيا کلنۍ کې له خپلو دريو زامنو سره يو ځای دغه ځای ته ولېږدوېد او د ده د دريو زامنو د استوګنې دغه ځايونه د ړونګ دبرنۍ، منځنۍ او کښتۍ برخې په دريو طبيعی کليو بدل شول. د نولسمې پېړۍ په منځني وخت کې په

دغه سيمه کې د اقتصاد پرمختيايی سويې پرمختګ وکړاو د شلمې پېړۍ په پيل کې په رسمی توګه د ړونګ شيانګ علاقه داري جوړه شوه.

تر اوسه پوری په دې لرغونۍ علاقه دارۍ کې يوه لرغونې لار هم ليدل کېږي چې اوږدوالی يې نژدی دری سوه او اتيا متره او يو سل او اووه پنځوس ځانګړي ځايی ودانۍ هم په کې شته دي. داسي ودانۍ نه يوازی بېلا بېل شکلونه لري، بلکې يوه ګډه ځانګړتيا هم لري چې له ړونګ کورنۍ سره اړه لري.

په ړونګ شيانګ علاقه دارۍ کې لرغونۍ ودانۍ په لاندنيو دريو ډولونو ويشل کېږي : لومړی ډول د چين د لرغونيو دودونو له مخې په خښتو او لرګيو جوړې شوي ودانۍ دي چې بڼه يې لرغونی خو ښکلی ده. د دوهم ډول ودانۍ د چين او لويديځې نړۍ د بڼې له غوراوي څخه په استفادې سره جوړې شوې چې دباندی ديوالونه يې د لويديځې نړۍ بڼه لري، خو دننه يې په چينی کورنيو سامان ألاتو ښکلي شوي دي. درېيم ډول د لويديځې نړۍ ځانګړي ودانۍ دي چې په کانګريت جوړې شوي دي. د دغو دريو ډولونو له ودانيو څخه د شلمې پېړۍ په سر کې د چين د صنعت ګرانو او سوداګرانو ښکلا پېژندنه څرګنده شوې ده.

په دغه لرغونۍ علاقه دارۍ کې د دا ګونګ په نامه کتابتون د يادونې وړ دی چې د وطن پال ښاغلي ړونګ ده شنګ له خوا جوړ شوی دی. د دغه کتابتون جوړول په ١٩١٥ کال کې پيل او په ١٩١٦ کال کې د خلکو ترمنځ پرانيستل شو. دغه کتابتون دوه پوړونه او د چين او لويديځې نړۍ د ودانيو ځانګړتياوې لري. د تاريخی ريکارډ له مخې، ښاغلي ړونګ ده شنګ او د ده مشر ورور د دغه کتابتون د جوړولو په شمول په ښوونيزو چارو کې زياتې پانګې لګولي دي. دغه راز دا ګونګ کتابتون د وو شي ښار په شاوخوا سيمه کې تر ټولو لوی او اغېزناک شخصی کتابتون ګڼل

کېږي. په ١٩٢١ کال کې د دغه کتابتون له خوا د ساتل شويو کتابونو شمېر له يوسل او اوولس زرو څخه اوښتی و. په ١٩٥٢ کال کې د ښاغلي ړونګ ده شنګ له مړينې وروسته د ده په امر ټول ساتل شوي کتابونه په وړيا توګه د وو شی ښار کتابتون ته ورکړل شول. پروفيسر چن ون يوان څرګنده کړه چې د ښاغلي ړونګ له خوا د دا ګونګ کتابتون له جوړېدلو څخه د ټولنيزې ښوونې په اړه د ده مفکوره څرګنديږي چې ډېره ارزښتناکه ده. نوموړي زياته کړه

د ښاغلي ړونګ په أند، زيات بی وزلي ماشومان د زده کړې لګښت د زياتوالي له امله ښوونځي ته نه شی تللی، نو ځکه ده د دغو بی وزليو ماشومانو لپاره زيات کتابونه واخيستل. هر کله چې ماشومان دغه کتابتون ته ځي او هلته بېلا بېل کتابونه لوستلی شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، که تاسو د دغې لرغونۍ علاقه دارۍ له ليدلو سره علاقې لري، نو دغې سيمې ته سفر وکړئ. چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هر چيری چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ.