<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-18 17:37:29    
د ختيځ پېژندنې په اړه کارپوه جي شيان لين

cri

په وروستيو ورځو کې د چين د ژباړې ټولنې ٩٥ کلن مشهور ژباړونکی او پوهنوال جي شيان لين ته د ژباړې او کلتور تول عمر برياليتوبو يوه جايزه ورکړه چې د چينی او بهرنی کلتوری تګ راتګ ، په تېره بيا د سانسکريت په ګډون د هندي کلتور د ژباړې په برخه کې يې د ده د خدمتونو ستاينه وکړه.

ښاغلی جي شيان لين په ١٩١١ کال کې د چين په ختيځ کې د شان دونګ ولايت په يوه بی وزلې کورنۍ کې زېږيدلی و. د ١٩ کالو په عمر جي شيان لين په همدی مهال د بېجينګ او څينګهوا د دواړو مشهورو پوهنتونونو له خوا منل شوی او د لوېديځو هېوادونو له کلتور او ژبو سره د ډېرې مينې له امله هغه په پای کې د څينګهوا پوهنتون د لوېديځ ادب په څانګه کې داخل شو او هلته يې د لومړی ځل لپاره د سانسکريت او بودايی کتاب له ژباړې سره اړيکی ټينګی کړي. په ١٩٣٥ کال کې ٢٤ کلن جي شيان لين د المان ګويتينګن پوهنتون ته ولېږل شو چې د سانسکريت او توخروی له نامتو کارپوهانو څخه د دغو دوه ژبو زده کړې وکړې. په المان کې لسو کالونو د جي شيان لين عمر د تل لپاره بدل او د ده د ختيځ پېژندنې په اړه يې يو کارپوه ته درسېد لپاره يو بنسټ برابر کړ.

د چين د دون هوانګ د توروفان ټولنه په ځانګړی توګه په لرغونی موده کې د منځنی او لوېديځې أسيا د کلتورونو او ژبو څېړنه کوی. ښاغلی جي شيان لين د دغې ټولنې جوړونکی او مشر دی. د دغې ټولنې منشی پروفيسر چای جيان هونګ وويل په چين

کې يوازی دوه يا دری تنو د توخروی ژبې په پوهيدلو بريالی شوي دی. ښاغلی جي د المان له پروفيسر څخه له سختو زده کړو وروسته برياليتوب تر لاسه کړی او د دغې ژبې يو لوی کارپوه ګرځېدلی دی.ښاغلی جي د هندی لرغونی اثارو د ژباړې په برخه کې هم برياليتوبونه لاس ته راوړي او د چين ،هند او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د کلتوری تګ را تګ د پياوړتيا لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.

په ٢٠٠٤ کال کې د المان د لسو کلونو په نامه د ښاغلی جي شيان لين يو کتاب له چاپه ووت چې چې پکې په المان کې د ده د زده کړې تجربی ليکل شوی دی. په ١٩٤١ کال کې ښاغلی جي شيان لين دداکټری درجه تر لاسه کړه. دوهمه نړيواله جګړه په ١٩٤٥ کال کې پای ته ورسېده او ورپسی جي شيان لين خپل وطن چين ته بېرته راستون شو چې په بېجيګ پوهتون کې يې د ختيځو هېوادونو د ژبو او ادب يوه څانګه جوړه کړه. تر اوسه پوری په دغه څانګه کې په بهرنيو هېوادونو کې د ٣٠ تنو چينی سفيرانو په ګډون ٦ زره تنه کارپوهانو روزنه شوي ده. د ٨٥ کالو په عمر کې ښاغلی جي شيان لين لا هم خپلو زده کوونکو ته درس ورکړ او د خپل وس سره سم يې د دوی لپاره په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې فرصتونه برابر کړل.

د ښاغلی جي شيان لين له خوا ژباړه شوی اثرونه له هندی لرغونيو ژبو،بودايی کتاب،سانسکريت،توخروی،هندی تاريخ او کلتور څخه عبارت دی. هغه داسی ژبی چې ډېر لږ کسان ور سره اشنا دی،په چينی او انګريزی ژبو ژباړلې او الماني ناولونه يې هم چينی لوستونکو ته ورپېژندلی دی.د چين د ژباړې ټولنې مرستيال ښاغلی

ګوه شياو يونګ وويل ښاغلی جي په خپل ټول عمر کې د درس ورکولو او علمی

څېړنې لپاره هڅې کړې او د چينی او ختيځ کلتورونو د پرمختګ او د ختيځ او لوېديځ کلتورونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.هغه د ښوونې او روزنې په برخه کې د وطن پالونکو يو مثال دی.ښاغلی جي شيان لين ته د ژباړې د ټول عمر د برياليتوبونو جايزې ورکول د ده د غوره برياليتوبونواو د درس ورکولو په ترڅ کې د ده جدي رويې پوره منل دی.