<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-18 17:10:18    
بېجينګ د خپل تاريخ او کلتور د ښه ساتنې لپاره هڅې کوي

cri

بېجينګ د تاريخ او کلتور په ساحو کې يو لرغونی ښار دی چې په نړۍ کې خپل ډېر شهرت لري. دغه ښار د عصری کېدو په بهير کې د خپل لرغونی تاريخی او کلتوري بڼې د ساتنې لپاره ډېر زيات تدبيرونه نيسي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو يو لړ تدبيرونو په اړه څه معلومات درکړم.

د بېجينګ ښار د پلان کمېټې، د أبادۍ کمېټې او تاريخی ميراثونو ادارې په وروستيو ورځو کې په ګډه د دوه زره او اتم کال د بېجينګ د لرغونی ښار د ترميمولو او اداره کولوپه اړه يو پلان لاسليک کړی دی. د دغه پلان په پلی کولو کې به يو مليارد يوانه ولګول شي. د بېجينګ د أبادۍ کمېتې مرستيال ښاغلی ځانګ جيا مينګ وويل

په دوه زره او اتم کال کې به څلوريښت هوتونګ او يو سل او څلوريښت يارډونه وترميمول شي. د تاريخی ميراثونو د ساتنې په سيمو کې به عمده لارې ، يارډونه او د طبيعی منظرو مشهور ځايونه هم وترميمول او اداره شي. بر سېره پردی بايد تاريخی ميراثونه په ښه ډول وساتل، د کورنو پټ خطرونه له منځه وړل او د اوسېدونکو شرايط ښه شي.

بېجينګ اته سوه تاريخ لري. هغه لرغونی سيمه چې د دغه ښار په مرکز کې پروته ده، شپيته مربع کيلو متره پراخوالی لري. په دغه سيمه کې لرغونی هوټونګونه او سي هو يون يارډونه د بېجينګ د تاريخ او کلتور يوه ښه څرګندونه او د دغه ښار د لرغونی بڼې

يوه نښه ده. خو په دغه سيمه کې هغه ټر تولو لرغونی او زوړ کورونه په اوسنيو حالاتو کې د اوسېدونکو اړتياوې نه شي پوره کيدای او پر همدی مهال ډېر پټ خطرونه لري. په دی هکله دغه ښار له دوه زره او پنځم کال راهيسی هر کال د خطرناکو ودانيو او کورونو په ترميمولو او اداره کولو کې پنځه سوه او اتيا مليونه يوانه لګولي دي. د بېجينګ د پلان کمېټې مشر ښاغلی څو يو جين وويل

حکومت د لارښوونې رول لوبوي چې د اوسېدونکو د شرايطو د ښه والی ترڅنګ د دغه ښار د لرغونی بڼې د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د خبر له مخې، د بېجينګ د أبادۍ کمېټې او نورو اړوندو ارګانونو د دغه ښار د لرغونی بنې د ساتنې لپاره د بېجينګ د لرغونی کورنو د ترميمولو او ساتنې د تخنيکي لارښوونې په نامه يو اصول خپور کړ. ياد شوی کمېته، د أبادۍ کمېټه ، د تاريخی ميراثونو اداره او د لرغونی ښار د ساتنې په اړه لس تنه کارپوهان به د ترميمولو او اداره کولو په بهير کې اړوند کارونه ولارښووني او وڅاري. د چين د تاريخی ميراثونو د ساتنې په اړه يو مشهور کارپوه ښاغلی شه چن شنګ د ياد شوی اصول لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل چې د تاريخی مشهور ښار د ساتنې په اړه د بېجينګ تجربې په ټول هېواد کې د زده کړې وړ دي. ده وويل

ياد شوی اصول پوره، تفصيل او د پلی کولو وړ دی. په دغه اصول کې د لرغونی ښار د ساتنې او د اوسېدونکو د ژوند کچې د لوړوالی په اړه مسئلې يووالی شوي دي. زما په أند دغه اصول د تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو د ساتنې په ساحه کې يوه ښه بېلګه ده چې په ټول هېواد کې د زده کړې وړ دي.

د بېجينګ د تاريخی ميراثونو د ادارې مشر کونګ فان ځي وويل د لرغونی ښار د ترميمول او اداره کول د بېجينګ د تاريخی او کلتوری مشهور ښار په ساتنه کې يوه مهمه برخه ده. د معلوماتو له مخې، اوس په بېجينګ کې د تاريخی ميراثونو د ساتنې، د تاريخ او کلتور د ساتنې سيمو او د تاريخی او کلتوری مشهور ښار د ساتنې په اړه د دريو کچو سيستمونه بشپړ شوي دي. دغه ښار له دوه زرم کال راهيسی د تاريخی ميراثونو په ساتنه کې نهه سوه او دېرش ميلونه يوانه لګولي چې ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. خو د ساتنې په اړه کارونه به په پرله پسی توګه دوام ولري.