<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-18 17:13:12    
د افغاني لاسي صنايعو جوړونکې او پلورنکې عايشه

cri

درنو اورېدونکیو زه خوشحال تایب مو په سلامونو او نیکو هیلو هرکلی کوم ،خوښ یم چې تر یوې اونۍ ځنډ وروسته یو ځل بیا د بهرنیان په چین کې پروګرام درته وړاندې کوم،هیله ده چې د خپرونې تر پایه راسره ملتیا وکړئ،درنو دوستانو څه موده وړاندې دلته په بیجینګ کې د چین دولت په نوښت د جنوبي آسیا هېوادونو د سوداګرانو لخوا یو نندارتون جوړ شوی و،چې ګڼ شمېر افغان سوداګرانو او د لاسی صنایعو صنعت کارانو هم خپل توکی پکې نندارې ته کیښودل،چې تر ډېره له ښه هرکلي سره مخامخ شول،موږ هم له وخت څخه په ګټې اخیستې له یو شمېر دغو سوداګرانو او صنعت کارانو سره مرکې کړیدي،چې هر یوه به یې په خپل وار درته خپره کړو،لمړۍ مرکه مو له یوې افغان مېرمنې عایشې سره کړېده،چې د افغان لاسی صنایعو د ادارې په استازیتوب دلته چین ته راغلې وه،دا چې نوموړې له کومې لارې او په کومه موخه په دغه نندارتون کې ګډون کړی و،په هکله یې داسې وایی:

موږ دلته د چین هېواد په بلنه راغلي یو،او زموږ اصلی موخه د افغانستان د لاسی صنایعو پرمختګ او لا پراختیا ده.او هیله مند یو چې له دې لارې خپل هدف ته ورسیږو.

کله چې موږ نندارتون ته ورغلو هلته د ځینو نورو آسیایی هېوادونو د بیلګې په توګه پاکستان،هند ،سریلانکا،بنګله دیش،نیپال او یو شمېر نورو هېوادونو غرفې هم موجودې وې،خو موږ ولیدل چې د هغو نورو ټولو په پرتله د افغانی غرفو په شاوخوا کې د نندارچیانو او اخیستونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه،او له سوداګرو او صنعت کارانو څخه یې توکی پیرل او په بیلابیلو برخو کې يې پوښتنې ورڅخه کولې،میرمن عایشه وایی د دوی له توکیو څخه ښه هرکلی شوی دی،او خلکو زیات خوښ کړیدي:

زموږ ټول توکی ښه اخیستونکی لري،هغه کسان چې دلته راځي زیاتره یې هم داخیستلو او هم د توکیو لیدلو له پاره خپله لېوالتیا ښیي.

د نوموړې په وینا دوی داسې فکر نه کاوه،چې دلته په بیجینګ کې به له افغاني لاسي صنایعو او نورو توکیو څخه دومره تود هرکلی وشي،خو اوس یې چې ولیدل هر څه یې له آند او تصور څخه لېرې دي،مېرمن عایشه زیاتوي:

موږ اصلا دا هیله نه درلوده چې دلته خپل توکي وپلورو،او داسې فکر مو کاوه چې ښایي یواځې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړو،خوکله مو چې ولیدل هم مو خپل توکی نندارې ته وړاندې کړل او هم مو وپلورل،ټولو راغلیو کسانو زموږ له راوړل شویو توکیو څخه ښه هرکلی وکړ،او زیات شیان یې واخیستل.

کله مو چې د نورو هیودانو په غرفو کې ولیدل نو هغوی هم دغه نندارتون ته خپل دودیز توکي راوړي و،او خپلې غرفې یې په بیلابېلو او رنګینو توکیو ښکلې کړې وې،افغانانو هم ښکلي شیان راوړي و،مېرمن عایشه وایی دوی هڅه کړې وه چې تر خپلې وسې ښه او ښکلي اصیل افغانی توکي دغه نندارتون ته راوړي:

موږ اصیلې افغاني جامې،د میزونو د سر پوښونه چې ګلدوزی او خامک دوزی شوي دي،وړین کوټونه او واسکټونه،قیمتي ډبرې،د بېلګې په توګه لاجورد،یاقوت،بیروچ او ځینې نورې ډبرې راوړي،همدا شان یو شمېر تابلوګانې چې په لاس سره ګلدوزي شوې دي دغه نندارتون ته راوړي.چې د زیاتره راغلیو کسانو له خوا یې ستاینه شوې ده .

درنو دوستانو د نورو ګڼو ګټو تر څنګ په سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون تر څنګ دسوداګرانو او صنعت کارانو لخوا یو هم د خپلو توکیو د راتلونکې لپاره د تجربو حاصلول دي،د آغلې عایشې په آند دوی هم پدې برخه کې لازمې لاسته راوړنې لري،هغه زیاتوی:

موږ دلته ښې تجربې حاصلې کړې،او دا پایله مو تر لاسه کړه چې که په راتلونکې کې په چین کې بیا داسې کوم نندارتون جوړیږي نو کوم شیان دلته راوړو ،چې د هغوی د خوښې وړ ګرځي،او د خلکو ذوق یې هم تر ډېره حده راته معلوم شو.

عایشه زیاتوي که څه هم په چین کې يې دومره ډېر وخت ندی تېر کړی خو په همدې لنډه موده کې یې د چینایانو زیاته مینه او محبت لیدلی دی،چې ښکلې خاطرې یې ورته په ځای پرې ایښې دي:

له چین او چینایانو څخه ښکلې ښکلې خاطرې لرو،د ښه چلند لرونکي خلک دي،هېواد یې هم ډېر ښکلی دی،خو زموږ یواځنۍ ستونزه دا ده چې دلته هوا ډېره سړه راته ښکاري،ځکه بیجینګ په ژمي کې سخت بادونه لري.

د بهرنیان په چین کې پروګرام درنو اورېدونکیو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسیږي،که ژوند و نو د نورو افغان سوداګرانو او صنعت کارانو مرکې به هم په راتلونکیو پروګرامونو کې درته وړاندې کړم،د اوس لپاره در څخه اجازه غواړم تر بله مو په پاک او مهربانه رب سپارم .