<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-18 19:22:16    
د های کو ښار

cri

د های کو ښار د چين په جنوب د های نان په ټاپو کې پروت دی چې د سمندر پر غاړه د سيلانی يو مشهور ښار دی. په ٢٠٠٧ کال کې دغه ښار د چين د يد نامتو تاريخی او کلتوری ښار په توګه وټاکل شو.

د های کو ښار د های نان ولايت مرکز دی او د دغه ولايت سياسی، اقتصادی او کلتوری مرکز او د سمندری، ځمکنيو او هوايی ترافيکو يو اساسی اډه هم ده. د های کو د ښاری سيمې پراخوالی پنځه ويشت کيلومترو ته رسيږي او نفوس يې کابو څلور لکه تنه دي . های کو په چيني ژبه د سمندري خولې مانا لری چې سمندر ته د دغه ټاپو د تر ټولو لوی نان دو سيند د تويېدو ځای دی. د دغه ښار تاريخ اوږد دی، اوه اته سوه کاله مخکې د چين د جنوبی سونګ په امپراتوری لړی کی په دغه نامه ونومول شو او شپږ سوه کاله مخکې د مينګ په امپراتوری دوره کې په رسمی توګه د يو ښار په توګه جوړ شو.

په دغه ښار کې د وو ګونګ معبد ډېر مشهور دی چې د ميلاد په ١٨٨٩کال کې د تانګ او سونګ په امپراتوری لړيو کې د پنځو مشهورو شخصيتونو د يادونې لپاره جوړ شوی چې په چيني ژبه وو د پنځه او ګونګ د شخصيت مانا لری. د های نان ولايت د موزيم څيړونکي ښاغلي هاو سی ده وويل وو ګونګ په تاريخ کې ډېر مهم شخصيتونه وو او د های نان د اقتصادي او د کلتوري چارو د پرمختيا لپاره يي ستر خدمتونه ترسره کړي وو، د بېلګې په توګه دوی د هيواد له مرکزي سيمو څخه د تکنولوژۍ بېلابېل پرمختللي ډولونه هاي نان ته راوړي وو.

د وو ګونګ معبد عمده ودانی دوه پوړيزه ده چې جګوالی يي نهه متره دی او د لرګيو ستنې يي سرې او خښتې يي شين رنګه دي . د دغې ودانۍ په دريو اړخونو کې دهليزونه ليدل کيږي او د معبد په منځ کې يو مصنوعی جهيل هم شته چې يو کوچنی ټاپو پکی پروت دی . دغه راز په انګړونو کې د کال په څلورو موسمونو کې ګلان غوړيږي. دومره ښکلې منظرې د سيلانۍ أغلې فونګ يو ستاينه تر لاسه کړې ده.دې وويل دا زما دوهم ځل دی چې های نان ته راځم . لومړی ځل د سمندر کتلو او اوس د سمندر پر اوبو او شنه أسمان سربېره د لرغونو اثارو د ليدو لپاره راغلی يم. د وو ګونګ معبد د ليدووړ ځای دی چې کلتوري محتويات پکې شته دي.