د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د جنورۍ په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د دغه هېواد امنيتی ځواکونو په همدې ورځ په شمال لويديځو قبايلی سيمو کې دوه ځله له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې نژدی نوی تنه وسله وال کسان ووژل شول.
د پاکستان د پوځ وياند بريد جنرال اختر عباس وويل په همدې ورځ سهار وسله والو کسانو د جنوبی وزيرستان پر يو مهم ځای بريد وکړ چې له غرمې وروسته امنيتی ځواکونو له دوی سره په جګړې پيل وکړ چې په ترڅ کې يې نژدی شپېته تنه وسله وال کسان ووژل شول، خو دوی امنيتی ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. بر سيره پر دې، دغو ځواکونو په همدې ورځ سهار د جندولا او واڼه ترمنځ پر غځېدلي عمومی سړک له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه چې له امله يې نژدی دېرش تنه وسله وال کسان ووژل شول او د امنيتی ځواکونو څلور سرتېري ټپيان شول.