د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جنورۍ په نولسمه نېټه په کابل کې له مسلمانانو څخه غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ سره په مخالفت کې لاس سره يو کړي.
د جنورۍ نولسمه نېټه د مسلمانانو د عاشورا له ورځې سره برابره ده. ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ د عاشورا ورځې په هکله ځانګړې وينا وکړه او د ټولې نړۍ په تېره بيا د خپل سيمې هېواد له مسلمانانو څخه يې غوښتنه وکړه چې په اسلامی نړۍ کې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ګډ کوشش وکړي.
ولسمشر حامد کرزي وويل ترهګران د ځان مرګو بريدونو له لاری په افغانستان او پاکستان کې د زده کوونکيو، ښځو او قومي مشرانو په شمول پر مسلمانانو بريدونه کوي. ده وويل په ګډه د ترهګرۍ له منځه وړل مبارزه د مسلمانانو يو مذهبی تعهد دی.
ولسمشر حامد کرزي په خپله وينا کې له افغانانو څخه هم غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي. ده وويل چې زده کړه او د ناپوهې له منځه وړل د بی وزليتوب له منځه وړلو او د سمسورتيا رامنځته کولو لپاره يوازنۍ لاره ده.