<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-19 19:48:17    
مونږ او اوريدونکی

cri

ډيوه – ګرانو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! دا دى يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، زه ډيوه او زما همكار امان الله عمران په كې ستاسې سره ملګري يوو، هيله ده د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. هيله من يم چې روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، د اورېدونكيو له خوا ليكونه ډېر راسېدلي، نو موږ به يې هم سمدلاسه په لوستلو پيل وكړو، مايكروفون خپل همكار عمران صاحب ته پرېږدم چې په ليكونو پيل وكړي.

عمران – سمه ده ډيوې، زه به هم دغه لومړى ليك را واخلم چې په بنون كې له ميرانشاه بازار څخه ګل ولي شاه ساده حيدر خېل را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ما ته د پښتو ليكل په سمه توګه نه راځي، ستاسې د فارسي خپرونه هره ورځ اورم، او په فارسي ښه ليك لوست كولى شم، او د ايران په خانه فرهنګ كې مې فارسي ژبه زده كړې ده. بيا وايي: څو ورځې وړاندې رفيع الله مندو خېل چې په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب مشري پر غاړه لري ستاسو د پښتو خپرونې په هكله يې معلومات راكړل. اوس مهال د پښتو مجلې او كتابونه هم لولم، نو هيله ده، نوموړى وايي، چې پښتو هېنداره، مجلې او نور مطبوعاتي توكي راواستوئ. ښاغلى حيدر خېل صاحب موږ دې د ليك په ترلاسه كولو خوشاله شوو او د لانورو زياتو ليكونو په تمه دې يوو، كه دې پښتو مورنۍ ژبه وي نو هيله ده چې د خپلې مورنۍ ژبې زده كړې ته هم پاملرنه وكړې او دوام وركړې، ليك او لوست پرې زده كړې او هر وخت موږ ته خپل ليكونه او نظرونه راواستوې.

ډيوه – دغه بل ليك بيا له دېرې اسماعيل خان څخه غلام رضا شاه را استولى دى.د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې ګېډۍ ګېډۍ سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو سهارنۍ او ماخوستنۍ خپرونې هره ورځ اورم، له بده مرغه ستاسې پته راسره نه وه چې تماس درسره ونيسم او ليكونه درواستوم. اورېدونكى غلام رضا شاه هم وايي چې په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندو خېل ده ته د پښتو خپرونې په اړه معلومات وركړي او هم يې له هغه څخه د چين نړيوالې راډيو پته ترلاسه كړې ده. نوموړى د خپل ليك په پاى كې ليكي: پښتو هېنداره ډېره ښكلې ده او په زړه پورې مطالب په كې خپروئ، هيله ده، دى وايي، موږ ته يې هر وخت راواستوئ.

عمران – ډيوې، د خوست ولايت له عليشېرو ولسوالۍ څخه د ميراج كلب مشر شازاده له خوا هم يو ليك را رسېدلى دى. ده هم لومړى د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكي ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دا زما څلورم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، خو نه پوهېږم چې نه دي در رسېدلي او كه تاسو يې نه خپروئ. اورېدونكى شازاده بيا وايي: ما د اورېدونكيو يو كلب جوړ كړى او تاسو ته يې مباركي وايم، دا لومړى ځل دى، نوموړى وايي، چې د عليشېرو په ولسوالۍ كې د اورېدونكيو يو كلب جوړېږي. زموږ كلب يوويشت كسه غړي كري، دويمه خبره دا ده چې ستاسې د پخوانيو پروګرامونه د پوښتنو په اړه درته ليكم، چې زما هيله دا ده چې په كلي، كور او وطن كې څوك ناسم چلن را نه ونه ويني او نه هم زما په اړه بده خاطره له ځان سره وساتي. بيا وايي: ارمان مې دا دى چې په راتلونكي كې داسې يو سړى رانه جوړ شي چې د ټولو افغانانو او هېوادوالو كه د هېواد دننه او يا بهر وي د هغوى لپاره خدمت وكړم. او د چين راډيو مو ځكه خوښه ده او وروسره مو مينه شوه چې ستاسو خپرونې ډېرې خوږې او خوندورې دي، او په اورېدو يې دې ته اړ كېږو چې هر وخت ليكونه در واستوو. اورېدونكى شازاده د خپل ليك په پاى كې وايي: د چين نړيوالې راډيو ټول پروګرامونه د قدر وړ دي، خو زما په خپله، نوموړى وايي، د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر خوښېږي.

ډيوه- له مانسهرې څخه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي هم يو ليك را استولى دى. له سلامونو وروسته يې په خپله سيمه كې د اورېدونكيو د كلبونو په اړه معلومات ليكلي او وايي: زموږ په ځاى كې د سي آر آى راډيو د اورېدونكيو شمېر ډېر زيات دى چې په بېلابېلو كلبونو وېشل شوي دي. په لومړيو كې دلته د آريانا كلب و چې مسئول يې محمد عارف عرفان و، بيا د وخت په تېرېدو سره د نوموړي په لارښونه ما هم د خراسان كلب جوړ كړ. وروسته د آريانا كلب فلج شو او يو شمېر غړي يې زموږ له كلب سره يو ځاى شول. اورېدونكى نثار احمد زياتوي: د خراسان كلب په كوششونو سره دلته بيا نور كلبونه هم پرانيستل شول، د پاك افغان او ډي اېكس دوه د نجونو كلبونه او بل د لغمان كلب و. بيا وايي: دا ټول د خراسان كلب د كوششونو نتيجه ده. په دغو كلبونو كې ډېر شمېر كسان غړيتوب لري، چې زده كوونكي، ليكوالان او شاعران هم په كې شامل دي او زيات شمېر يې له تاسو سره قلمي اړيكي هم لري. نوموړى بيا زياتوي: دلته يو شمېر نور كسان دي چې ځانونه د كلبونو مسئولان بولي خو كلبونه يې غړي نه لري، كله چې د سياليو خبره واوري نو بيا تاسو د درواغو كلبونو ليكونه در استوي، په دوى كې، دى ليكي، د ډلفين او سلطاني كلبونه دي چې هېڅ غړي نه لري. اورېدونكى نثار احمد احمدي د خپل ليك په پاى كې غوښتنه كوي او وايي: مطبوعات هغو كلبونو ته ور واستوئ چې ډېر غړي لري او له پخوا راهيسې له سي آ ر آى سره قلمي تماس لري.

عمران – ډيوې، په مانسهره كې د اچړيانو له نهم شمېره كمپ څخه د حضرت سلطان كلب مسئول قاري محراب الدين پرېشان په خپل ليك كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زما د كلب ټول غړي ستاسو خپرونې په شوق او ذوق سره اوري، او زموږ ټولو ستاسې خپرونې ډېرې زياتې خوښېږي. زما غوښتنه دا ده، نوموړى وايي، تاسې بايد د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت زيات كړئ او په پښتو هېنداره كې خپل عكسونه چاپ كړئ او د اورېدونكيو له خوا درلېږل شوي شعرونه غوره او بيا خپاره كړئ. نوموړي بيا د هوا په څپو كې خپلو ملګريو هر يو عطاء الله فاروقي، عطاء الرحمن فاروقي، محمد عارف، عرفان، قاري روى محمد مجاهد، عبد المنان حقيار، انجنــــــير تور ګل څمكنى، شاپور شرافت، قاري محمد يوسف، قاري محمد داود، قاري ګل محمد، قاري شفيق الله توپان، قاري نجيب الله حقپرست، قاري روح الله، ملا ذاكر الله ملنګ، قاري حمايت الله، قاري نقيب الله، قاري رحمت الله، قاري هارون، قاري جمعه دين او قاري عصمت الله سلامونه ويلي دي.

ډيوه – عمران صاحب وخت ته چې ګورو داسې ښكاري چې د پروګرام د پاى شېبې دي، نو څنګه چې اوس موسيقۍ ته نوبت وركړو، او د نجيب حقپرست يوه سندره واورو.

عمران - درنو اورېدونكيو د نجيب حقپرست سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.