ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !
د افغانستان د خوست ولايت د علی شيرو ولسوالی د يوراج کلب مشر محمد شفيق مقالېديار صاحب مونږ ته يو ليک رااستولی دی . هغه په خپل ليک کې ليکلی چې زمونږ کلی ډېر وروسته پاتی دی چې هلته تلويزيون لږ دی او انترنټ شبکه هم نه شته . تر ټولو نژدی پوسته زمونږ له ځای څخه ٣٠ کيلومتره واټن لری . نو د ليکونو په ليږدولو کې هم ستونزې شته . له دغو ستونزو سره سره زه او زما ملګری د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه اورو او له پښتو څانګې سره مو اړيکې هم ټينګې کړې دي .
مونږ د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خوا په بېلابېلو فعاليتونو او سياليو کې ګډون کړی دی او دغه راز مو د اولمپيک لوبو په اړه يو معلوماتی سيالی کې برخه هم درلوده .
درنو اوريدونکو دا سمه ده چې زمونږ ډير اوريدونکی په هغو سيمو کې اوسيږی چې ترانسپورټی حالات پکی ښه نه دی . نو زمونږ د راډيو او اوريدونکو ترمنځ د ليکونو اړيکې له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی . مونږ به کوشش وکړو چې د پروګرامونو د څپو له لارې اوريدونکو ته لازيات معلومات ورکړو او خپلمنځی اړيکې نورې هم ټينګې کړو.
برسيره پردی ، د ښاغلی مقالېديار ليک په پای کې دوې پوښتنې شته خو ځوابونه يی
هم راکړيدي . اوس به دغه دوې پوښتنې سره واورو :
لومړی ، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبې به په کومه ورځ پيل او په کومه ورځ پای ته ورسيږی ؟
دوهم ، د بېجينګ اولمپيک لوبې تشکيلاتی کميټې هدف څه دی ؟
ګرانو اوريدونکو ! دغه دوه پوښتې ډيرې ښې پوښتنې دي تاسو ته يی ځوابونه معلومه دي که نه ؟
دلته ښاغلی مقالېديار ځوابونه کړي دي : انشا الله د بېجينګ د اولميک سپورټی لوبې به د ٢٠٠٨ کال د اګست په ٨ نېټه پيل او په ٢٤ نېټه به پای ته ورسيږی .
د دغو لوبو تشکيلاتی کميټې موخه يا هدف دا دی چې ځانګړی او لوړې سويې لوبې ترسره شی .
له ښاغلی محمد شفيق مقالېديار څخه مننه کوم چې له پوښتنو سره يی هم وړاندی کړې دي . هيله لرم چې تاسو لازياتې په زړه پوری پوښتنې يا وړانديزونه راواستوئ !
ګرانو دوستانو ! د پاکستان د خراسان کلب مشر ښاغلی نثار احمد احمدي زمونږ يو دايمی اوريدونکی دی . هغه تل په فعاله توګه زمونږ د راډيو په بېلابېلو فعاليتونو کې ګډون کړی او مونږ ته يی ډير ليکونه هم رااستولی دی . زمونږ د څانګو ټولو کارکوونکو ته يی پر سلامونو سربيره يوه پوښتنه هم کړې ده او دغه پوښته د نورو ډيرو اوريدونکو د پام وړ يوه پوښتنه هم ده چې بېجينګ ښار کله د چين پلازمېنه ګرځيدلې ده ؟
ګرانه وروره ! دغه پوښتنه يوه ښه او ارزښتمنه پوښتنه ده چې د چين له تاريخ سره نژدی اړيکې لری . دلته به زه يوازی په لنډه توګه لږ څه معلومات تاسو ته وړاندی کړم . که تاسو غواړی لازيات معلومات ترلاسه کړی نو د چين د نړيوالې راډيو د پښتو ژبې ويبپاڼه
وګوری . په تاريخ کې بېجينګ ښار د جينګ په نامه ياد شوی و او له ميلاد مخکی په ١٠٤٥ کال کې د جينګ او يان کوچنی کوچنی ملکونو د پلازمېنې په توګه وټاکل شول. له ميلاد نه مخکی له ٢٢١ کال څخه تر ٩٣٧ کال پوری بېجينګ ښار تل د چين په شمال کې يو مهم ښار و. د چين په تاريخ کې بېجينګ ښار څو څو ځله د پلازمېنې په توګه ټاکل شوی دی. د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نېټه د چين ولسی جمهوريت جوړ شوی او بېجينګ د دغه هېواد پلازمېنه کرځېدلی دی .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !