د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان خبری رسنيو د جنورۍ په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد امنيتی څانګې د بينظير بوټو د وژنې په اړه يو شمکن پنځلس کلن زلمی نيولی دی. خو د پاکستان حکومت د دغه خبر پخلی تر لاسه نه دی کړی. د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت وياند جاويد اقبال چيما څرګنده کړه چې ده تر اوسه پوری د مېرمن بوټو د وژنې په اړه هېڅ نوي معلومات نه دي تر لاسه کړي.
د پاکستان د امنيتی څانګې يو چارواکي په وينا، نيول شوی شکمن زلمی چې اعتزاز شاه نومېږي، د دغه هېواد د صوبه سرحد اوسېدونکی دی چې د دغه هېواد په جنوب کراچی ښار کې اوسېده او هلته يې زده کړه کوله. دغه زلمي پلټونکو ته اعتراف کړی چې دی په کراچی کې د يو امام په امر په يو ځانمګري بريد کوونکي بدل شو او ور پسی د ځانګړې روزنې لپاره له افغانستان سره نژدی جنوبی وزيرستان ته ولېږل شو.
د خبر له مخې، يوې پنځه کسيزې ډلې د بينظير بوټو د پټې وژنې پلان تر سره کړی و. ښايی اعتزاز شاه د دغې ډلې يو غړی وی، خو په مستقيمه توګه يې د پټې وژنې په پلان کې ګډون نه دی کړی.