<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-20 18:37:06    
د افغانستان په ختيځ کې د يوې جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه څليرويشت تنه وسله وال کسان ووژل يا ټپيان شول.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د امنيت نړيوالو مرستندويه ځواکونو د جنورۍ په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د ناتو په مشرۍ ځواکونو او د دغه هېواد ملی پوځ د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د افغانستان د ختيځ کونړ ولايت په واتاپور سيمه کې لږ تر لږه څليرويشت تنه وسله وال کسان ووژل يا ټپيان کړل.

په اعلاميه کې ويل شوي په همدې ورځ سهار د ناتو په مشرۍ د ځواکونو داسی استخبارات تر لاسه کړ چې ځيني وسله وال کسان د کونړ ولايت په واتاپور سيمه کې د ناتو پر يوې پوځی اډې د بريد په موخه په دغه سيمه کې راغونډ شول. کله چې وسله وال کسان د همدې ورځې په غرمه دغې پوځی اډې ته ورغلل، د ناتو ځواکونو پر دوی بريد وکړ. د دغې اعلاميې له مخې، په جګړه کې د افغانستان ملی پوځ او ناتو ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.