<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-20 18:49:20    
درېيم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د چينی ژبې لوست ته مو په سلامونو هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې زده کړه کوم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

په تېر لوست کې زمونږ ملګری ښاغلی وانګ شياو مينګ او جانګ هوی د يو ټکسی په وسيلې د بېجينګ هوټل ته ولاړل . هغه ديالوګ چې په تېر لوست کې مو اوريدلی ، د ښاغلی وانګ شياو مينګ او د ټکسی چلونکی ترمنځ روان و . د هغه ديالوګ له اوريدلو وروسته موږ پوه شوو چې په چين کې څرنګه يو بل کس ته سلام کوي او کله چې د يو ټکسی په وسيلې بل ځای ته ځئ څرنګه له ټکسی چلونکی سره خبرې وکړئ . نو مونږ به د نننی لوست له زده کړې نه مخکی هغه ديالوګ يو ځل بيا سره واورو :

师傅,你好!شي فو ، ني هاو !

السلام عليکم ! استاد صاحب

你好!请问你们去哪里?ني هاو ! چينګ ون ني من چيو نالی ؟

عليکم السلام ! تاسو چيرته ځی ؟

我们去北京饭店。وو من چيو بېجينګ فان ديان .

مونږ د بېجينګ هوټل ته ځو .

好的,没问题。هاو ده ، مۍ ون تی .

سمه ده ، هيڅ ستونزه نه شته .

ګرانو دوستانو ! اوس پام وکړئ نوی ديالوګ ته . ښاغلی وانګ شياو مينګ او جانګ هوی په ټکسی کې د سړک په دواړو غاړو کې د بېجينګ ښاری ودانی ګوری او په دې اړه خبرې کوي .

这几年,北京变化真大啊。جۀجي نيان ، بېجينګ بيان هوا جن دا عا !

په دغو کلونو کې بېجينګ ستر بدلونونه موندلی دي .

是啊,每年都有变化。شي عا ، مۍ نيان دوو يوو بيان هوا .

سمه ده ، هر کال نوی بدلون رامنځته شوی دی .

奥运会要召开了。那个时候,肯定会更漂亮。او يون هوی ياو جاو کای لۀ . ناګه شي هوو ، کن دينګ هوی ګنګ پياو ليانګ .

د اولمپيک سپورټی لوبې به ژر ترسره شی . په هغه وخت کې به بېجينګ نورهم ښکلی شی .

一定要看看奥运会。 يي دينګ ياو کن کن او يون هوی .

حتمأ به د اولمپيک له سپورټی لوبو څخه ليدنه وکړم .

ګرانو دوستانو! د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورټی لوبې به د چين په بېجينګ کې ترسره شی . د بېجينګ حکومت او حتی مرکزی حکومت د دی لوبو د ښه ترسره کيدو لپاره ډيرې زياتې پانګې اچولې او اچوی يی . نو له دې امله د بېجينګ ښار د جوړولو او ښکلی کولو کارونه نورهم چټک شوی دی . هرکله راشئ ! تاسو هم له چين او له بېجينګ څخه ليدنه وکړئ.

په دغه ديالوګ کې ( جه ) يعنی دغه يا دا ، ( جي ) يعنی څو يا يو شمېر او ( نيان ) يعنی کال . ( جۀ جي نيان ) يعنی په دغو څو کلونو کې . ( جه جي نيان ) يعنی په دغو څو کلونو کې .

( بيان هوا ) د بدلون معنی ورکوي . ( بيان هوا ) يعنی بدلون او په چينی ژبه کې ( بيان هوا ) د ښه بدلون معنی لری .

( مۍ نيان ) يعنی هر کال . تاسو ته معلومه شوه چې ( نيان ) يعنی کال نو ( مۍ ) يعنی هر . ( مۍ نيان ) يعنی هر کال . د دې ترڅنګ ورځ په چينی ژبه کې يعنی ( تيان ) ( تيان ) ، ورځ يعنی ( تيان ) نو هره ورځ په چينی ژبه کې څرنګه ويل کيږی ؟ هره ورځ يعنی ( مۍ تيان ) ، ( مۍ تيان ) .

يو بل نوی لغت يعنی ( پياو ليانګ ) ( پياو ليانګ ) په چينی ژبه کې يوه ډېره ښه معنی لری يعنی ښکلی . هر ښکلی توکی ته ( پياو ليانګ ) ويل کيږی خو په اکثريت کې دغه لغت له نجلۍ يا ښځې سره تړاو لری .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده او هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !