<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-20 19:12:46    
په ٢٠٠٧ کال کې د چين په هانکانګ او تايوان کې مروجې مشهورې سندرې

cri

د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته په ٢٠٠٧ کال کې د چين د هانکانګ د خپلواکی سيمی او تايوان مشهوری سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د تايوان د مشهورې سندرغاړې يانګ چنګ لين له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واوريده چې نوم يی وو دروازه٠ د ٢٠٠٧ کال د سپتمبر په مياشت کې يانګ چنګ لين خپل نوی البوم خپور کړی چې ستر برياليتوبونه يی تر لاسه کړيدي٠

د FIR په نامه هنری ډله د ٢٠٠٢ کال په می کی د يوې ښکلی نجلۍ او دوو ځيرکو هلکانو له خوا جوړه شوه . يو کال وروسته دوی خپل لومړی البوم خپور کړ چی د موسيقی څو سبکونه پکی څرګنديږی . دوی غواړی چی د سندرو د شعرونو له لاری د مينی ، ټولنی او مذهب په اړه د خلکو احساسات ترسيم کړي . دوی په پر له پسی توګه له ژوند څخه د سندرو جوړولو الهام لټوی او د سندرو د بېلا بېلو سبکونو له لاری خپلې هيلې څرګندوی. په ٢٠٠٧ کال کې دغې هنری ډلی يو نوی البوم خپور کړې چې نوم يی وو مينه او سندرغاړې٠

( سندره )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د FIR په نامه هنری ډلې له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده چې نوم يی و د سپوږمۍ غوندی وړوکې ډنډ . د پروګرام په پای کې به د

تان يونګ لين له خوا يوه ويل شوی سندره وړاندی کړو چې د تيری پيړۍ په ٧ او ٨ لسيزه کې يی د هانکانګ د موسيقی په ډګر کې ډېر شهرت درلود٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو ، د خوندورې سندری په اورېدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږی .روغ او خوشحاله اوسئ!