د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سکرتر سيد کامل شاه د جنورۍ په شلمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد امنيتی څانګې د پخوانۍ صدر اعظمې بينظير بوټو د پټې وژنې په اړه د اعتزاز شاه په نامه يو شکمن سړی نيولی دی.
نوموړي خبريالانو ته وويل پنځلس کلن اعتزاز شاه اعتراف کړی چې دی د بينظير بوټو د پټې وژنې په پلان کې د ځانمرګي بريد پلان نيونکی و. دی د دغه هېواد د صوبه سرحد اوسېدونکی دی چې اوس د دغه هېواد په جنوب کراچی ښار کې اوسېده او هلته يې زده کړه کوله. دی په کراچی کې د يو امام په امر په يو ځانمګري بريد کوونکي بدل شو او ور پسی د ځانګړې روزنې لپاره له افغانستان سره نژدی جنوبی وزيرستان ته ولېږل شو.