<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-21 18:47:51    
د هه بی باو دينګ د لمري انرژۍ د کارولو لپاره هڅه کوي

cri

لمري انرژی يوه داسې پاکه انرژی ده چې په تکرار سره کارول کيږي او په وروستيو کلونو کې د دغې انرژۍ کارونه د پاملرنې وړ پرمختګ ګڼل کيږي.د چين په شمال د هه بی ولايت په باو دينګ ښار کې د عصری تکنالوژی يوه سيمه جوړه شوې چې په اتکا سره په عامو تاسيساتو او د خلکو په ژوند کې لمري انرژی کارول کيږي او په چين کې د لمری انرژۍ لرونکی ښار په نامه پلان پکې پلی کيږي. د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسو ته په باو دينګ ښار کې د لمري انرژۍ د کارونې په باب معلومات وړاندی کړو.

د باو دينګ ښار چې له بيجينګ څخه يو سل او څلويښت کيلو متره لري، په چين کې يو مشهور تاريخی ښار دی. په وروستيو کلونو کې د باو دينګ ښاروالۍ د عصری تکنالوژۍ سيمې جوړولو په أتکا سره نود انرژۍ نويو ډولونو او د بريښنايی تجهيزاتو چارو ته پرمختګ ور کړی دی.د روان کال په پيل کې دغه ښار د لمري انرژۍ چارو د پرمختګ لپاره د لمری انرژی لرونکی ښار په نامه پلان پيل کړ.د باو دينګ د عصری تکنالوژۍ سيمې د اداري کميټې مسئول ما شيو لو وويل  د ټولنې د عصری کيدو بهير د چټکتيا له امله بشريت زياتې طبيعی سرچينې او انرژي کارولې چې له امله يې خلک د چاپيريال له ګواښ او د انرژۍ کمښت له مسئلو سره مخامخ شوي دی.دغه مسئلې ډېرې سختې دې.که دغه مسئلې په وخت حل نه شی، نو پر خلکو به منفی اغيزه وکړي. له دی امله مونږ بايد د لمري انرژۍ په شمول نوی سرچينې وکاروو.

د باو دينګ د اينګ لی د نوي انرژۍ محدود شرکت د لمري انرژۍ په اړه د تجهيزاتو جوړولو يوه مشهوره تصدۍ ده چې نوی سلنه توليدات يې المان، هسپانيا،پورتګال او امريکا ته صادريږي.د دغې تصدۍ د عمومی مدير مرستيال که ځن ګوو وويل چی

دوی د لمري انرژۍ لرونکی ښار په نامه د پلان په پلی کولو کې ګډون کوي.

 مونږ ددغه پلان په لومړي پړاو کې د ښاروالۍ له اړوندو څانګو سره مرسته کړې او په دغه ښار کې مو د لمري انرژۍ د کارونې په اړه خپل وړانديز کړی دی د بېلګی په توګه زمونږ کارکوونکيود لارو څراغونو د ښه والی او په هستوګنځيو کې د لمري انرژۍ کارونې په اړه ځينی لايحې وړاندې کړې دي.بله خوا زمونږ د شرکت په مشرۍ د باو دينګ ښار د نوې انرژۍ چارو يوه ټولنه جوړه شوې چې اړوندې تصدۍ پکې راغونډې شوې او په دی موخه د اړوندو توليداتو تخنيکی معيار ټاکل شوی چې تخنيکی معيار او د توليداتو کيفيت تامين شی او د لمری انرژۍ لرونکی ښار په نامه پلان په سالمه توګه پلی شي.

د معلوماتو له مخې د تېرکال تر سپتمبر پوری د دغه ښار په اته ويشتو هستوګنځيو کې د لمري انرژۍ د کارونې سيستم ښه شوی او د دغې انرژۍ په کارولو سره زرڅراغونه نصب شوي په ښاری سيمه کې د يوولسو لارو د لمري انرژۍ څراغونه ښه شوي او په نهو ښوونځيو کې دغه ډول څراغونه کارول شوي دي.

د لمری انرژۍ چارې دنوی انرژۍ د کارونې چارې دې او اوس په چين کې په لومړی پړاو کې دی.د لازياتو خلکو له خوا د لمري انرژۍ په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ښاروالۍ له اينګ لی شرکت سره همکاری کړې ده.

د باو دينګ د عصری تکنالوژۍ اداري کميټې مسئول ما شيو لو هيله څرګنده کړه چې لازيات خلک د لمري انرژۍ لرونکی ښار په نامه پلان په پلی کولو کې ګډون وکړي. ښاروالي يو پلان لري چې د لمري انرژۍ په کارولو سره د باو دينګ

اقتصاد ته پرمختک ور کړي.مونږ هيله لرو . هغه کسان چې د چاپيريال د ښه والی او د انرژۍ کارونې اغېزمنتيا د لوړوالی لپاره کوشش کوي،د باو دينګ د عصری

تکنالوژۍ په سيمه کې پانګه واچوي.

له دغه پلان سره سم به د لمري انرژۍ په کارولو سره د بريښنا توليدولو د کوچنيو ستيشنونو جوړونه او په ساختمانی ساحو کې د لمری انرژۍ کارونه تر سره شي.دغه ښار به په راتلونکيو پنځو کلونو کې د ژوند او توليد په شمول په بېلا بېلو ساحو کې لمري انرژي وکاروي.