<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-01-21 20:21:02    
د چين شينجيانګ د بادی مصيبت ځپلو سيمو تنظيمولو لپاره کوششونه کوی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! له يوې بادی مصيبت ځپلې سيمې څخه په سمسوره سيمه أبادول يو ډير ستونزمن کار دی٠ خو د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د لاو فونګ کو په سيمه کی چې لاو فونګ کو د سخت باد د لګيدو ځای معنی لری، ځايي خلکو د څه دپاسه لسو کالونو کوششونو له لاری دغه ځای په يوه سمسوره سيمه أباده کړی دی٠ نو تاسی ته به د چين شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کې په دې هکله يو راپور وړاندی کړو٠

 د باد لګيدو  درنو دوستانو ، د چين د شينجيانګ د تارباغاتاي د ځمکنی کاسې په جنوب ختيځه برخه کی لاو فونګ کو يوه داسی بادی مصيبت ځپلی سيمه ده چې په چين او حتی په نړۍ کې لږ ليدل کيږی٠ هلته هر کال په اتو درجو يا لا سختو بادونو د لګيدو د ورځو شيمر يو سل او پنځوسو ته رسيږی ، نو پخوا په ژمي کی هلته د واورو له طوفانونو څخه ويره زياته وه او کله نا کله به انسانان او ژوي يخ وهل او حتی د سړو له امله مړه کيدل ٠ ځايي بزګر يانګ سی ون د پخوانی حالت يادولو په بهير کی وويل :

  پخوا په ژمۍ کی هغه لارويان او موټرچلوونکي چې زمونږ له سيمې څخه تيريدل، د دې ځای د واورو له طوفان څخه ډير وېريدل ، پر مځکو باندی د واورو لوړوالی شپږو يا اوو مترو ته رسيده٠ موټرونه عمومأ د مخالف باد خوا ته دريدل ، که چلوونکی خپل موټر د موافق باد خوا ته درولی وای، کله چې د موټر دروازه خلاصيده، سمدلاسه به د باد په وسيلې والوتله٠ ٌ

د واورو مصيبتونو چې د سختو بادونو له امله رامنځ ته شوي ، د تارباغاتای د مځکنی کاسې د څه دپاسه شلو علاقه داريو څه نا څه اويا زره هکتارو کرهنيزو مځکو او چمنونو ته سخت زيانونه رسولي دي٠ له ١٩٩٣ کال څخه د تارباغاتای سيمې حکومت د بادونو او واورو د مخنيوۍ د ستر پلان په ترسره کولو پيل وکړ٠ د لاو فونګ کو سيمې د ايکولوژۍ د أبادۍ د ادارې مشر ليو ژن ګوانګ په دې هکله وويل :

 مونږ د لسو کالو د أزموينو له لاری په دې أند يوو چې د ونو ايښودل د بادی مصيبت د مخنيوۍ ښه لاره ده٠ نو د ١٩٩٢ کال له پاي څخه تر ٢٠٠٢ کاله پوری مو د ځنګلونو د رامنځ ته کولو له لارې د لاو فونګ کو د بادی مصيبت ځپلې سيمې د تنظيمولو د پروژې لومړی پړاو ترسره کړ ٠ ٌ

د لاو فونګ کو په سيمه کی د جال په بڼه لس ګونه متقاطع کتارونه ونې ايښودل شوې چې د کتارونو ترمنځ واټن يې لس ګونه متره دی٠ د واورو طوفانونه له ونو سره له مخامخ کيدو وروسته کمزور شوی او زياتره واورې د ونو کتارونو ترمنځ مځکې ته لويدلې دي٠ نو ځکه سړکونو او اوسيدونکو ته د واورو طوفانونو لخوا د زيانونو رسيدل ډير کم شوي دي ٠

د تارباغاتای د مځکنی کاسې د بېلا بېلو قومونو څلور سوه زره وګړيو د څه دپاسه لسو کالونو سختو کوششونو له لاری د لاو فونګ کو د واورو طوفان ځپلې سيمې په اته زره او څلور سوه هکتارو مځکو کې د لوړو ونو په کيښنولو سره د بادونو پرضد دفاعی ځنګلونه رامنځ ته کړي او د ٢٨ کيلومترو په اوږدوالی يې يوه شنه پرده رامنځ ته کړې ده٠ اوسنی لاو فونګ کو په دوبي کی يوه سمسوره سيمه ګرځيدلې او حتی يو ځايي منظره لرونکی ځای هم ګڼل کيږی ٠ د زيانونو کميدو د سيمه ايز اقتصاد د پرمختګ ، د بزګرانو او مالدارانو د ژوند چاپيريال د ښه والی او د دوی د عايداتو د زياتوالی لپاره مهم رول لوبولی دی٠ بزګر يانګ سی ون چې له اوږدې مودې راهيسی د لاو فونګ کو په سيمه کی اوسيږی، وويل

  که څه هم اوس په ژمی کی دلته لا هم د باد سخت شور اوريدل کيږی ، خو په حقيقت کی دغه شور يوازی د ونو دپاسه تيريږی او د ځنګلونو په سيمه کی سخت باد نه شته ٠ پخوا مو په ژمي کی څاروی نشول څرولای، خو اوس کيدای شی٠ پخوا د دی ځای يو سړک د واورو د راغونډيدو له امله تل بند و، خو اوس د ونو د لوړيدو له امله د واورو الوتنې مخه نيول کيږی او پر دغه سړک کې په بنسټيزه توګه واوره را نه غونډيږی چې موټرونه په سالم ډول تګ راتګ کولای شی٠ ٌ

د ځايي وګړو د ١٥ کالو سختو کوششونو له امله د لاو فونګ کو سيمې په تنظيماتو کی د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه شوي دي٠ زيات متخصصان او پوهان دغه برياليتوبونه د انسانانو لخوا د طبيعت د بدلولو د يو داسی اعجاز په توګه بولی چې د حيرانتيا وړ دی٠ د لاو فونګ کو د بادی مصيبت ځپلې سيمې د تنظيمولو طريقه د چين په نورو باد ځپلو سيمو کی هم مروجه شوې او حتی د جاپان او فلپين کارپوهانو هم د تجربو اخيستلو لپاره له لاو فونګ کو سيمې څخه ليدنې وکړې٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو يو راپور واوريد چې عنوان يې و د چين شينجيانګ د بادی مصيبت ځپلو سيمو تنظيمولو لپاره کوششونه کوی٠ ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو ، ستاسی د روغتيا په هيله !